Jan 18, 2019 14:42 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې داعش ترهه ګرې ډلې او طالب ډلې ته درانۀ سرتاونونه اورسېدل

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو په ګڼ شمېر حملو کښې داعش ترهه ګرې ډلې او طالب ډلې عناصرو ته د درنو سرتاوانونو رسېدو خبر ورکړ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن په يوې بيانيه کښې وويل، په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په ننگرهار، قندوز، ارزگان، بغلان، نيمروز او فارياب ولايتونو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې او طالب وسله والې ډلې د پټېدو په ځايونو باندې د افغان امنيتي ځواکونو په هوائي او زمکنيو حملو کښې اتيا تنه ووژل شول او په لسګونو نور هم ژوبل شول.

د افغانستان د دفاع د وزارت په بيانيه کښې راغلي دي په دغو حملو کښې همدار نګ د دواړو ډلو زياته اندازه جنګي سازوسامانونه او  چاودېدونکي مواد تباه شول.

د افغانستان د دفاع  وزارت په دغو حملو کښې د افغان امنيتي ځواکونو احتمالي سرتاوانونو ته څه اشاره نه کړې.

 

 

ټیګونه

کمنټونه