د افغانستان په بلخ ولايت کښې اتلس طالب ځواکونه ووژل شول
Jan 18, 2019 15:02 Asia/Kabul
د افغانستان د بلخ ولايت سيمه ايزو چارواکي په دغه ولايت کښې د اتلسو طالب ځواکونو د وژل کېدوخبر ورکړ.
د افغانستان دبلخ سیمه ایز چارواکي وويل چی د هیواد په شمال کښې په ولید ۳۴ نومې عملیاتو په کښې د چمتال ولسوالی په مربوطاتو کښې اتلس طالبان وژل شوی او له بل لوری د جوزجان او بلخ لویی لارې په اوږدو کښې هم د کمانډو ځواکونو عملیات شروع شوی دی.
د آوا له رپوټ سره، د شاهین ۲۰۹ قول ردو مطبوعاتو مسؤول حنیف رضائی ویلی دی چی هوایی او ځمکنۍ عملیات د ولید ۳۴ ترنامه لاندی د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې له تیره ورځې راهیسی شروع شوی دی.
همدارنګه د جوزان او بلخ لویی لاری په اوږدو کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د کماندو عملیات بیرته شروع کړې شوي دي او دغه لویه لاره د مخالفینو له شتون څخه د پاکولو، نيولو او امنیتی پوستو رامنځته کولو په حال کې ده.