Jan 21, 2019 15:27 Asia/Kabul
  • ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرتو پښتنو له افغانستان او پاکستانه د محدودیتونو د ختمولو غوښتنه وکړه

د ډیورنډ کرښې دواړو خواؤ ته استوګنو پښتون قومونو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د دغو سیمو د ځايي خلکو په تګ راتګ باندې د سرحدي محدودیتونو له لګولو ډډه وکړي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار او د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د خیبر پښتونخوا صوبې د پښتون قومونو درې نیمو سوو مشرانو د ننګرهار په تورخم سرحدي سیمه کښې یوه ګډه غونډه وکړه.

د مومند، افریدي او شینواري قومونو مشرانو د افغانستان د پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د ډیورینډ په سرحدي سیمو کښې ځايي اوسیدونکو ته د پوله ایز تګ راتګ لپاره یو لړ اسانتیاوې ورکړي.

د ویلو ده چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کلونو کښې په ډیورنډ کرښه کښې دیوال وهل پيل کړي دي چې دا کار د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو پښتنې کورنۍ له یو بله بیلوي.

دم ګړۍ د ډیورنډ کرښې د خواوشا سیمو د اوسیدونکو لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ تګ راتګ یوازې په ویزې سره شونی دی چې د دغو سیمو د پښتنو قومونو قهر یې راپارولی دی.

د خیبر پښتونخوا قومي مشرانو خبر داری ورکړی چې که د پاکستان حکومت یې غوښنې ونه مني نو له ولسي پاڅونونو سره به مخامخ شي.

 

ټیګونه

کمنټونه