Jan 22, 2019 17:17 Asia/Kabul
  • د دوحې له مذاکراتو سره هم مهاله د امریکې دفاع وزارت طالبانو ته خبرداری ورکړ

د پینټاګان دا اقدام په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې له پرون راهیسې د قطر په دوحه کښې د امریکې له استازو سره د صلحې مذاکرات پیل کړې دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د امریکې دفاع وزارت وویل: که طالبان د ټرمپ له حکومت سره صلحه ونه کړي نو امریکايي پوځیان به د دغې ډلې د نابودولو لپاره په افغانستان کښې پاتې شي.

جنرال کن فالکنز زیاته کړه: امریکا دم ګړۍ له افغانستانه د وتنې نیت نه لري خو طالبان باید خبرواترو ته کښیني.

د پینټاګان د ویاند دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې له پرون راهیسې د قطر په دوحه کښې د امریکې له استازو سره د صلحې مذاکرات پیل کړې دي. طالب ویاند ذبیح ا... مجاهد په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه خبرواترو ته غاړه ایښې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه