Jan 24, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • دننګرهارسپین ګیرومشرانو دپاکستانیو شیانو په پیرپلوردبندیزغوښتنه کړې

راپور ښئ دغو سلګونو قومی مشرانو ،دمدنی ټولنوغړو او سوداګرو چې په جلال اباد ښار کې غونډ شوی وو پر مهمو مسایلو ئې بحث او نظرونه شریک کړی چې پکې د ډیورنډ پر پوله د پاکستان له لورې د اغزن تار د غزولو سره مخالفت ،په راکړه ورکړه کې یر پاکستانیو کلدارو بندیزاو پر ځای یې د افغانیو چلند ،دپاکستانیو تولیداتو پر ځاې د کورنیو تولیداتو کارول او همدارنګه پر افغان خاوره د پاکستانیو پوځیانو د توغندویزو بریدونو مخنیوی شامل و.

زمونږ خبریال  له ننګرهاره راپورراکړ دافغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کی سلګونه قومی مشرانو،دمدنی ټولنو غړو او سوداګرو پر ډیورنډ کرښې دپاکستان له لورې د اغزن تار له  غزولوسره پر مخالفت سربیره د پاکستانیو توکو پر پیر  پلور د بندیز لګولو  غوښتنه هم  کړې .

Image Caption

 

 راپور ښئ دغو  سلګونو قومی مشرانو ،دمدنی ټولنوغړو او سوداګرو چې په جلال اباد ښار کې غونډ شوی وو پر مهمو مسایلو ئې بحث او نظرونه شریک کړی چې پکې د ډیورنډ پر پوله د پاکستان له لورې د اغزن تار د غزولو سره مخالفت ،په راکړه ورکړه کې یر  پاکستانیو کلدارو بندیزاو پر ځای یې د افغانیو چلند ،دپاکستانیو تولیداتو پر ځاې د کورنیو تولیداتو کارول او همدارنګه  پر افغان خاوره  د پاکستانیو پوځیانو د توغندویزو بریدونو مخنیوی شامل و.

قومی مشر او د سیمه ییزو پاڅونوالو د همغږۍ مشر سید االرحمن مومند وایی دننګرهار او په ټوله کې د ډیورنډ پولې دې لورې ته پراته قومونه او ولسونه  د پولې پورې غاړې خلکو سره دخپلوې او نورې ریښی او راشه درشه لری ،خو اوس پاکستان هڅه کوی چې د اغزن تار په غزولو سره  ددغو ولسونو تر مینځ  دتګ راتګ مخه ونیسی. دده پر وینا دوې به کله هم پاکستان ته د دې اجازت  ورنکړی . یوه مدنی قعال عبیدا...قانع  هم ویئلی دی سیمه ییزې ادارې ،له خلکو سره ژمنه کړې وه چې په راکړه ورکړه کې به د کلدارو د چلند مخه نیسی، خو پر وینا  ئی چې دا ژمنه په سمه توګه عملی نه شوه . نوموړی وویل پر ولایتی اداره غږ کوو چې  په دې ولایت کې د کلدارو د چلند په ټینګه مخنیوی وکړی.امیر جان کوټوال یو بل قومی مشر ؤ چې له خلکو ئې وغوښتل دپاکستانیو توکو پر ځای خپل کورنی تولیدات وپیری .له یوې پلوه به د پاکستانیو تولیداتو د واردولو مخه ونیول شی او له بله پلوه به کورنی تولیدات وده ومومی.

په ننګرهار کی قومی مخور،مدنی فعالان او سوداګر داسی مهال پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د غزولومخالفت کوی چې پاکستان وایی د روان کال تر پایه به د ډیورنډ پر ټوله پوله د اغزن تار د غزولو پیل شوی پروسه بشپړه کړی سربیره پر دې دپاکستانیو کلدارو پر ځای په راکړه ورکړه کې د افغانیو دودول او همدارنګه د پاکستانیو توکو پر ځای د کورنیو تولیداتو رانیولو چارې څوځلې ازمویل شوی خو کومه مثبته پایله یې نده ورکړې.

 

کمنټونه