Feb 13, 2019 05:20 Asia/Kabul
  • د کابو څلورو(۴) میاشتو په تیریدا سره سره تراوسه د افغانستان دپارلمان د انتخاباتو نهايي نتیجې نه دي اعلان شوي .
    د کابو څلورو(۴) میاشتو په تیریدا سره سره تراوسه د افغانستان دپارلمان د انتخاباتو نهايي نتیجې نه دي اعلان شوي .

ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون په یوه (۱) حکم کښې د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو دکمیسیون غړی له کاره لیرې کړل .

د افغانستان د انتخاباتو د بدل شوی قانون پراساس له پرون څخه د انتخاباتو د خپلواکه او د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون مشر او غړی له کاره لیرې کړې شول .

د افغانستان ولسمشر په خپل حکم کښې ویلی دی د کمیسیونونو د کاری مشکل د مخنیوی لپاره د دواړو کمیسیونونو د دارالانشا مشران په موقته ډول ددغو کمیسیونونو مشرۍ پرغاړه اخلی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په رسمی سیاسی ګوندونو غږ کړی دی چې د شرایطو لرونکی کسان تر راتلونکو اوو(۷)  ورځو پورې ولسمشر ته معرفی کړی چې د نوموړیو دوو (۲) کمیسیونونو د نویو غړیو په توګه د انتخابیدا لپاره دهغوې په صلاحیت غور وشی .

دافغانستان دانتخاباتو اوسنی کمیسیون د پارلمان د انتخاباتو په وخت په درغلۍ ، سستۍ او رشوت اخیستلو تورن شوی دی .

د کابو څلورو(۴) میاشتو په تیریدا سره سره تراوسه د افغانستان دپارلمان د انتخاباتو نهایی نتیجې نه دی اعلان شوی .

 

کمنټونه