Feb 14, 2019 05:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان په غوښتنې،طالبان له امریکایانوسره په اسلام ابادکې خبرې کوی

طالبانو ډلې په همداوروستیو کې له امریکائی پلاوی سره د خبرو اترو لپاره ١٤ کسیز ه مرکچی ډله اعلان کړې ده . همداراز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم یو شمیرآسیائی او اروپایې هېوادونو ته اتلس ورځنی سفر هم پیل کړی او د غه سفر به دفرورۍ تر ٢٨پورې دوام ولری .

زمونږخبریال راپور راکړ  دافغانستان دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا.... مجاهد دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دا چې د طالبانو او امریکا تر مینځ  د خبرواترو لړۍ پیل شوې او تر اوسه پوری یې په قطر او متحده عربی اماراتو کې خبرې کړې دی، د تېرو غونډو په اساس به دفرورۍپه ۲۵ بیا هم د قطر په مرکز دوحه کې دوام ولری ،البته له دې مخکې به دپاکستان د حکومتی چارواکو په رسمی غوښتنې سره دفرورۍ په اتلسمه نیټه هم  له امریکائی پلاوی سره په اسلام اباد کې  هم ناسته ولری  .

ذبیح ا... مجاهد همداراز وئیلی  دی ټاکل شوې ده  د طالبانو مرکچی ډله د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره هم وګوری، او له هغه سره به  د افغانستان او پاکستان په اړیکو، په پاکستان کې د افغان کډوالو او افغان تاجرانو په ستونزو هم تفصیلی خبرې وکړی.

 داپه داسې  حال کې دی چې خبری سرچینو په ځینو راپورونو کې وئیلی دی طالبانو ډلې  په همداوروستیو کې له امریکائی پلاوی سره د خبرو اترو لپاره ١٤ کسیز ه مرکچی ډله  اعلان کړې ده . همداراز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم یو شمیرآسیائی او اروپایې هېوادونو ته اتلس  ورځنی سفر هم پیل کړی او د غه سفر به دفرورۍ تر ٢٨پورې دوام ولری .

 

ټیګونه

کمنټونه