Feb 14, 2019 05:12 Asia/Kabul
  • افغان حکومتی چارواکی اوپوځیان دې د ولسمشرۍپه انتخاباتوکې ګوتې نه وهی

ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ ټول ټاکنې د جولائی په شلمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شی .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  دافغانستان د ولسمشرۍ مانۍ ویندوی  شاه حسین مرتضوی  پرون ناوخته  په کابل کې په خبری ناستې کې وئیلی دی ، د افغان ولسمشر اشرف غنی د جلاجلا فرمانونو په اساسو یو حکومتی چارواکی او افغان پوځی  حق نه لری   ددغه هیواد  دولسمشرۍ  دانتخاباتو په بهیر کې  دخالت وکړی .

 شاه حسین مرتضوی  زیاته کړې ،دافغانستان حکومتی چارواکی  حق نه لری ،  د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو  له کوم مشخص کاندید څخه ملاتړ یا پر رای ورکونکو  دباؤ  او  دهغوی لپاره آسانتیاوې  او سرچینې برابرې کړی .

 ددغه راپور په اساس ،د  افغانستان  امنیتی  اورګانونه  هم دنده لری ،   دولسمشرۍ د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره لازم امنیتی تابیاوې  غوره کړی .

ټاکل شوې ده دافغانستان د ولسمشرۍ  ټول ټاکنې  د جولائی  په شلمه نیټه ترسره شی .

 

کمنټونه