Feb 15, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • د طالبانو په لاس د بالامرغاب ولسوالۍ د نيول کېدو امکان

د افغانستان د بادغيس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ سيمه ايز چارواکي وايي چې طالب ځواکونو تيره شپه د دې ولسوالۍ په پنځو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کښې يې پنځه پوستې نيولې او لس تنه افغان امنيتي ځواکونه يې وژلي دي.

د بالامرغاب ولسوال وارث شيرزاد وايي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه دوام کوي خو که تازه دمي امنيتي سرتيري او مرستې ورونه ليږل شي نو ولسوالي به طالب ډله ونيسي.

شيرزاد زياتوي چې «له تيرو دوو شپو راهسې دوی په ډېر بد حالت کې دي، طالبان له غورماچ او فرياب نه راغلي دي او دې ولسوالۍ ته ټولې تللې لارې يې بندې کړي دي او که مرسته مو ونه شي حالت به مو ډېر خراب شي»

طالب ډلې تر اوسه د دغو تازه جګړو په اړه څه نه دي ويلي خو درې ورځې وړاندې يې په دې ولسوالۍ کې د درې امنيتي پوستو د سقوط خبر ورکړی و.

 

ټیګونه

کمنټونه