Feb 18, 2019 07:34 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د جنګ پاې غواړو

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايي مشر په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د جنګ په ختمیدو او د صلحې په ټینګیدو تاکید وکړ.

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کښې وویل: په افغانستان کښې د ۴۰ کلن جنګ له ختمولو زیات هیڅ وړومبیتوب نشته.

هغه څرګنده کړه چې د صلحې د بهیر مالکیت او مشري د افغانستان په حکومت او خلکو پورې اړه لري او په دې هیواد کښې د صلحې ټینګښت د افغانانو یو ستر ارمان دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د مونیخ په امنیتي غونډه کښې ویلي دي: د صلحې موافقه او طالب ډلې ته د قدرت ورکول یوازې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په بهیر کښې د دغې ډلې د ګډون له لارې ممکن دي.

 

ټیګونه

کمنټونه