Feb 18, 2019 13:18 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې سوله او روغه جوړه  شونی ده

دافغانستان دچارو دغه کارپوه له کابل حکومت سره د طالبانو ډلې له احتمالی سولې وروسته د ترهه ګرو ډلو دفعالیت په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی ، باید تمه ونه لرو هغه هیواد چې تر څلویښتو کلونو پورې په جنګ بوخت وی ، په لنډ وخت کې بشپړ سولې ته ورسیږی.

 دافغانستان د سیاسی  چارو کارپوه او شناندی  وحید مژده  زمونږخبریال سره په  خبرو کې ټینګار کړی،دافغانستان د سولې  په باب  وروستی بحثونو او   خبرواترو  د دغې موخې  دپوره کیدالپاره ډیرې زیاتې هیلې رامینځةکړی دی.

       دافغانستان د سولې  به باب د ماسکو په وروستۍ غونډې کې  ګډون کونکی دغه غړی  وئیلی دی ،  دطالبانو استازی  دماسکو په غونډې کې ډ اډمن وو چې  د خبرواترو په چوکاټ کې    ورپسې مهم ګام  له افغانستانه د امریکائی پوځیانو د وتلو دموضوع به باب  یو مهم ګام پورته  کیږی .

 ښاغلی مژده ددې خبرې په کولو سره  چې  ترڅو له افغانستانه  امریکائی پوځیان  ونه وځی ،  دسولې خبرې اترې به هیڅ معنا ونه لری ،روښانه کړې ،   همداراز که   دافغانستان دولسمشرۍ  انتخابات  دسولې خبرواترو ته تاوان ورسوی ،  نو ولس به   ددغه شان انتخاباتو دترسره کیدا خنډشی .

دافغانستان دچارو دغه کارپوه  له کابل حکومت سره د طالبانو ډلې  له احتمالی سولې وروسته  د ترهه ګرو ډلو  دفعالیت په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره  ټینګار کړی ،  باید تمه ونه لرو   هغه هیواد چې  تر څلویښتو کلونو پورې  په جنګ بوخت وی ، په لنډ وخت کې  بشپړ سولې ته ورسیږی. هغه روښانه کړې ،  که طالبان  دسولې لپاره کومې موافقې ته ورسیږی ، نو  هیڅ یوه ډله به  جراءت ونه کړی ، چې  سوله ګډه وډه کړی .  

 

ټیګونه

کمنټونه