Feb 19, 2019 14:03 Asia/Kabul
  • دبین الافغانی غونډې دوهم پړاؤ په مارچ میاشت کې ترسره کیږی

ټاکل شوې ده ، په دغې غونډې کې د طالبانو استازی له زلمی خلیل زاد سره د شوو خبرواترو له نتیجو هم افغان سیاستوالان خبر کاندی .

زمونږخبریال  دافغانستان درسندویو  له قوله راپورراکړی ، دافغانستان د  سولې دبهیر  دپرمخ بیولو  لپاره  د بین الافغانی  غونډې دوهم پړاؤ  به په مارچ میاشت کې ترسره شی .

 دغه غونډه   به دفرورۍ په ۲۵ او ۲۶نیټه په قطر کې د  امریکائی استازو او دطالبانو ډلې استازو ترمینځ له دوه ورځنۍ غونډې وروسته  ترسره شی .

ټاکل شوې ده ،  په دغې غونډې کې  د طالبانو استازی  له زلمی خلیل زاد سره د شوو خبرواترو له نتیجو هم  افغان سیاستوالان خبر کاندی .

 داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان د  سیاسی او  امنیتی چارو یو کارپوه وحید مژده هم  وئیلی دی ،په مارچ میاشت کې دبین الافغانی  غونډې دوهم پړاؤ په دې خاطر ډیر مهم دی ، چې  طالبان به  دقطر په غونډې کې  له زلمی خلیل زاد سره   دخپلو خبرواترو نتیجې  وړاندې کړی او  دا چې  دافغانستان  د راتلونکی لپاره  څه لارې چارې باید وړاندې شی ،  هم مشخص شی .

  دوئیلو ده چې  د افغانستان دسولې  په تړاؤ  دبین الافغانی غونډې لومړنی پړاؤ  تیره میاشت په ماسکو کې ترسره شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه