Feb 23, 2019 07:30 Asia/Kabul
  • د صلحې هوکړه باید د افغانستان د اساسي قانون له چوکاټه بهر نه وي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د مشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، د حکومت له ګډون پرته د صلحې هر ډول خبري اتري به بې نتیجې وي.

نن ټکی آسیا ویب سایټ لیکلي دي، سرور دانش چې پرون یې په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله؛ وویل: د صلحې هر ډول هوكړه بايد د هېواد د سياسي نظام او اساسي قانون په چوكاټ كې وشي.

هغه د طالبانو د ادعا پرخلاف، زیاته کړه، د افغانستان موجوده اساسي قانون له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دی، خو که بیا یې هم تعدیل ته اړتیا وي نو دا تعدیل باید په یو مناسب وخت کې ترسره شي.

هغه پر طالبانو ږغ وکړ چې باید له شرط پرته له جګړې لاس واخلي، اوربند ومني او له حکومت سره د مذاكراتو له لارې خپلې غوښتنې مطرح كړي.

دانش که څه هم د صلحې په برخه کې د زلمي خليلزاد کوششونه وستایل، خو په عین حال کې یې زیاته کړه چې دا ډول خبرې هیڅ پایله نلري، ځکه چې د افغان حکومت له ګډون پرته صلحه نه شي کیدی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی دا څرګندونې په داسې حال کښې کوي چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبه یعنې د روانې میلادي میاشتې پر 25 نیټه په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرواترو دویم پړاو پیل شي او اټکل کیږي چې پر یولړ اساسي مسائلو به هوکړې ته هم سره ورسیږي.

 

ټیګونه

کمنټونه