Mar 14, 2019 12:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان په غزني ولايت کښې د امريکې په خلاف مظاهرې

د افغانستان د غزني ولايت اندړ ولسوالي پرون د امريکې په خلاف د مظاهرو ډګر ؤ.

د افغان آوا د رپوټ له مخې پرون مازيګر په مظاهرو کښې ګډون کونکو مړه دې وي امريکه نعرو په وهلو سرهد اندړ ولسوالۍ په استوګن سيمو د امريکې ډرون حملې او پکښې د عامه افغانانو ژوله وغندله.

مظاهره کونکو په غزني مرکز کښې د کابل – قندهار د لوې لارې په تړلوسره له افغانستانه دامريکې په مشرۍ د بهرنيوفوځيانو د وتلو غوښتنه وکړه.

دوه ورځې مخکښې د اندړ ولسوالۍ په استوګن سيمو د امريکې په ډرون حملو کښې نهه عامه وګړي ووژل شول او پينځه نورهم ژوبل شول.

د امريکې د دغه جنايت له امله يو شمېر ماشومان اوښځې هم په وژل شويو او زخميانو کښې شامل دي.

په افغانستان کښې د امريکې جنايتونه په داسې حال کښې دوام لري چې په دې وروستيو هفتو کښې د ننګرهار، ميدان وردګ او غزني په شمول د افغانستان د ختيځوولايتونو خلقو په ځلونو مظاهرو په جوړولو سره د امريکې د حملو د بندولو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه

کمنټونه