Mar 14, 2019 15:26 Asia/Kabul
  • په مزار شريف کښې د هنګامي حالت اعلان

د افغانستان د حزب جمعيت اسلامي اجرائي مشر او بلخ مخکښني والي د دغه هېواد په مزار شريف کښې د هنګامي حالت اعلان وکړ.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د عطاء محمد نور او د افغانستان د ولسمشرۍ د ارزګ ماڼۍ ترمېنځ د تاوتريخوالي له راڅرګندېدو وروسته د بلخ مخکښېني والي نن د دغه ښار له اوسېدونکو وغوښتل کار ته له تګ  څخه دې ډډه وکړي.

هغه د مزار شريف له بازاريانو غوښتي دي چې د خپلو ځانونو د امنيت د ساتنې لپاره دې له خپلو کورونو بهر نه راوځي.

عيني شاهدانو ويلي دي چې د عطاء محمد نور پلويانو وسلې راخېستې دي او د مزار شريف ښار په سړګونو ګرځي راګرځي او د کورنيو چارو د وزارت چارواکو ته يې هم اجازه نه ده ورکړې چې د دغه ښار له هوائي ډګره دې نه اوځي او ښار په بشپړه توګه تړل شوےدے.

دغه تاوتريخوالي هغه وخت شروع شو چې د کابل له ارګ ماڼۍ سره د عطاء محمد نور د موافقې له مخې په بلخ ولايت کښې يو شمېر حکومتي کارکونکي او چارواکي پکار دي د هغه د اعتماد وړ کسان وي خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د بلخ د پوليسو قوماندان محمد اکرم سامع څنګته کړ او عبدالرقيب مبارز يې د پوليسو د نوي قوماندان په توګه  منصوب کړ چې دا کار د عطاء محمد نور له ردعمل سره مخامخ شو.

 

ټیګونه

کمنټونه