Mar 15, 2019 08:00 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران له ترهه ګرۍسره په مبارزې کې هماغه راز دافغان ولس بشپړملاتړکوی

دافغانستان ددفاع وزارت سرپرست هم په دغې کتنې کې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دخپل هیواد د ټولو ګاونډیو هیوادونو دملګرتیا غوښتنه وکړه او وې وئیل ، ترهه ګری دانسانیّت دښمنه ده او دافغانستان ځواک د ترهه ګرو په وړاندې دخپلو وینو په بیّو سره جنګیږی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی،   په کابل کې داسلامی ایران  سفیر محمد رضابهرامی  پرون  دافغانستان د دفاع وزارت له سرپرست  اسدا.. خالد سره په کتنې کې  وئیلی ،ایران    له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په لاره کې  له افغانستانه د ملاتړ لپاره  خپلو ژمنو ته پابند دی او  دترهه ګرۍ  دنابودلو لپاره  به له دغه هیواد سره  ملګرتیا نوره هم پراخه کړی .  رضا بهرامی  له افغانستان سره د  ایران دملګرتیاؤ  اړخونه  له نړیوالو ژمنو ورآخوا او  دوو ګاونډیو اوورور هیوادونو په چوکاټ کې وبلل او  د دوو ملتونو  اړیکې ئې  د ورورولۍ او   دتعریف وړ وبللې .

ټیګونه

کمنټونه