Mar 15, 2019 08:02 Asia/Kabul
  •   په مزار شریف کې  دپولیسو په مرکز حمله کونکی ۲۵کسان ونیول شول

عطامحمد نور همداراز دبلخ ولایت له خلکو غوښتی دی ، په دغې منصوبیدا په اعتراض کې کارونو ته نه ځی او خپل دکانونه دې هم بند کړی او کاربندیز دې وکړی .

 زمونږخبریال د  افغانستان د طلوع  خپرونې له قوله راپورراکړ  د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمی  دبلخ ولایت  په مرکز مزارشریف کې دپولیسو  په یوه مرکز  دوسلوالو کسانو دحملې او په دې ارتباط د ۲۵کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

 د افغانستان د بلخ   لیرې کړائ شوی والی  عطامحمد نور  وسلوالو پلویانو   د دغه ولایت دپولیسو لپاره دنوی مشر په ټاکنې په اعتراض کې  په مزار شریف کې دپولیسو په مرکز ډزې کړی  او  دغه مرکز ته ئې تلونکی ټولې لارې وتړلې .

 د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا، دبلخ  دپولیسو د قوماندان په توګه  د عبدالرقیب  مبارز  په ټاکل کیدا سره  د بلخ ، شولګرې  او  چمټال  سیمو کې  امنیتی وضعیّت تر  ډیره حده ترینګلی شوی  دی .

نصرت رحیمی وئیلی  دی ،  دپولیسو  او امنیتی ځواک په مرکز  د  ډزو په  ارتباط  ۲۵ وسلوال کسان نیول شوی  او پلټنې ترې روانې دی .  عطامحمد نور   د پولیسو دنوی  قوماندان منصوبیدا    دافغانستان  له ولسمشر اشرف غنی سره  دتیر کال دموافقط  خلاف ورزی ګڼی . عطامحمد نور  همداراز دبلخ   ولایت له خلکو غوښتی دی ،  په  دغې منصوبیدا په اعتراض کې   کارونو ته نه ځی  او خپل دکانونه دې هم بند کړی او کاربندیز دې وکړی .

 

کمنټونه