Mar 15, 2019 14:14 Asia/Kabul
  • اذربايجاني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني اذربایجان ته د خپل رسمي سفر په پر مهال په باکو کې د اذربایجان د اقتصاد وزیر شاهین مصطفى وف او د یاد هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

د اذربايجان پانګوالو له افغان ولسمشر سره د کتنې پر مهال ويلي چې  په افغانستان کې د کرنې، ټرانسپورټ، کانونو، ودانيز توکيو، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا لری. 

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني اذربایجان ته د خپل رسمي سفر په پر مهال په  باکو کې د اذربایجان د اقتصاد وزیر شاهین مصطفى وف او د یاد هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

سرچينه زياتوي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د غونډې ګډونوالو ته د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانزیټ، سیمنټو او نورو برخو کې شته فرصتونه او ظرفیتونه تشریح کړي او هغوی یې په افغانستان کې کار او پانګونې ته هڅولي دي.

ولسمشر غني په دغه غونډه کې ويلي چې اذربایجان د افغانستان د وچو او تازه مېوو، کرنیزو محصولاتو او زعفرانو لپاره ښه مارکېټ کېدای شي.

هغه څرګنده کړې چې ساختماني سکتور کې پانګونه د افغانستان لومړیتوب دی او په دې برخه کې مستقله او یا هم مشترکه پانګونه کېداى شي.

افغان ولسمشر اشرف غنی د همکاریو او سوداګرۍ وده د هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې او هېوادونو د امنیت او ثبات د تامین لپاره ګټوربللي او زياته کړې يې ده چې افغانستان به د منظم میکانیزم او پلان پر بنسټ کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګوالو ته د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د استفادې زمینه برابره کړي.

سرچينه ليکي چې د اذربایجان د اقتصاد وزیر، په دغې کتنه کې د افغانستان او اذربایجان ښو او ورځ تر بلې پراخېدونکو مناسباتو ته په اشارې ويلي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې هم باید د سیاسي او فرهنګی اړیکو په څېر پراخه شي.

ده د افغانستان او اذربایجان تر منځ د اورګاډي کرښې، کلتوري، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه ګټور بللياو ويلي يې دي چې په اذربایجان کې به د افغاني تولیداتو نندارتون جوړ کړي.

دغه راز ده ويلي چې له افغان پلاوي سره یې د دوه اړخیزه همکاریو په اړه ګټور بحثونه لرل او په نږدې راتلونکي کې به کاري پلاوی افغانستان ته واستوي.

.

 

ټیګونه

کمنټونه