Mar 15, 2019 14:57 Asia/Kabul
  • د کابل په وړاندی د امریکا په سیاستونو د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار سخت غبرګون

خلیل زاد هڅه کوی چی د افغانستان د حکومت روا والې ختم کړی ځکه چی په افغانستان کی د ځان لپاره ارزوګانې لری او هیله من دی چی یو موقته حکومت جوړ شی او هغه یې مشری پرغاړه واخلی .

 

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا... محب  په بې مخینې څرګندونو کې د افغانستان په چارو کی د امریکا د حکومت په تیره بیا د زلمی خلیل زاد په کړچار سخته نیوکه وکړه او ویې ویل واشنګټن هڅه کوی چی د کابل حکومت کمزوری کړی .

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا... محب  چی واشنګټن ته یې سفر کړی  دی د افغانستان په سفارت کی د خبریالانو په ټول کی ویلی دی خلیل زاد هڅه کوی چی د افغانستان د حکومت روا والې ختم کړی ځکه چی په افغانستان کی د ځان لپاره ارزوګانې لری او هیله من دی چی یو موقته حکومت جوړ شی او هغه یې مشری پرغاړه واخلی .

د ښاغلی محب په وینا افغان دولت په ځلونو له خلیل زاد غوښتی دی چی له طالبانو د خپلو خبرو اترو محتوا کابل دولت سره شریکه کړی خو هغه له دغه کاره دډه کړی ده او یوازې ځینې معلومات یې دولت ته ورکړی دی .

له دې سره سره چی حمد ا... محب یوازې څو میاشتې کیږی چی د افغانستان د ملی امنیت سلاکار شوی دی خو د امریکا په سیاستونو د هغه نیوکې داسې  بې مخینې سخت دریځ دی چی تراوسه په وروستیو کلونو کی د کابل یوه رسمی چارواکی د واشنګټن په وړاندی درلودلی دی .

په قطر کی د امریکا او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو د څو پړاونو له ترسره کیدا سره سره هماغه ډول چی د افغانستان د ملی امنیت سلاکار له هغو پرده اوچته کړی ده ، خو خلیل زاد هیڅ ډول معلومات او جزیات د کابل حکومت ته ندی ورکړی  .

د افغانستان د حکومت له نظره د سولې د خبرو اترو د مسلې او له طالبانو سره د خبرو په وړاندی د امریکا او د دغه هیواد د ځانګړی استازی کړچار د هغه سیاست په لړ کی دې چی د کابل حکومت کمزورتیا تعقیبوی .

په تیره بیا دا چی په افغانستان کی د موقته حکومت جوړلو یوه خطرناکه ایډیا وه چی  د امریکا او طالبانو په دوه اړخیزه خبرو اترو کی  مطرح شوی ده چی د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا تر وخته د سولې د خبرو اترو نتیجې ته د رسولو په اړه د سپینې ماڼۍ په ټینګار سره معنا لرونکی پیوستون لری .

د امریکا حکومت په ځلونو ویلی دی چی د سولې خبرې اترې باید د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې نتیجې ته ورسی  او له بل پلوه د حمد ا... محب په وینا ، خلیل زاد هم  نیت لری د امریکا د حکومت له لوری دغه ماموریت له خپلو شخصی ارزوګانو سره وتړی .

د هغه څه په اساس چی حمد ا... محب په افغانستان کی د شخصی ارزوګانو د تحقق لپاره د خلیل زاد د پروګرام په اړه مطرح کړی دی ، هغه نیت لری  له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کی په بریالیتوب سره خپل ځان په افغانستان کی د سولې او ثبات  د ژغورونکی په توګه معرفی کړی  تر څو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د خلکو راې جلب کړې شی . افغان توکمه خلیل زاد چی د امریکا تابعیت لری ، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې بریالیتوب په افغانستان کې د قدرت جرګې ته د ورداخلیدا لپاره مناسبه زمینه بولی چی البته داسې سناریو د سپینې ماڼۍ  له ملاتړه برخمنه ده .

له طالبانو سره د سولې له خبرو د امریکا د هدف او پروګرام په اړه د حمد ا... محب روښانه کونکی خبرې  هغه خبردارې دی چی  که هغه ته پام ونشی نو د افغانستان ملی ګټې به د سپینې ماڼۍ د ځای غوښتونکیو هدفونو قربانی شی .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه