Mar 21, 2019 13:26 Asia/Kabul
  • تراوسه کومې ډلې ددغو ترهګرو مائن چاودنو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .
    تراوسه کومې ډلې ددغو ترهګرو مائن چاودنو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .

زمونږخبریال وایی د افغانستان په پلازمینې کابل کښې نن د نوروز د نیمکرغه اختر له جشن سره په یووخت په کارته سخی (Karte Sakhi) زیارت او یوې بلې سیمې کښې په دریو(۳) مائن چاودنو او راکټي حملو کښې تراوسه شپږ(۶) کسان وژل شوی او کابو درویشت (۲۳) نور ژوبل شوی هم دی .

ویره شته چې د مړو او دژوبلو کسانو شمیر زیات شی .

تراوسه کومې ډلې ددغو ترهګرو مائن چاودنو مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی .

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست نصرت رحیمی هم وویل چې نن سهار نهه(۹) بجې او دیرش(۳۰) دقیقې دکابل د پولیسو د دریمې(۳) حوزې په علی اباد سیمه کښې درې (۳)ښخ شوی مائنونه چاودیدلی دی چې په ترڅ کښې یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوی  دی .

ځینې راپورونه وايې چې ننې حملې مائن چاودنې نه بلکې راکټي بریدونه وو .

 

کمنټونه