Mar 22, 2019 12:23 Asia/Kabul
  • عادله راز هیله وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې شي .
    عادله راز هیله وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې شي .

په ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمی استازی میرمن عادله راز (Adela Raz)له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې د نړۍ او د سیمې لپاره د نوروز اختر پیغام سوله ،امنیت او ثبات وباله .

هغې وویل نوروز دنوی کال پیلیدل دی په دې هیله چې په نړۍ او افغانستان کښې له سولې  او صمیمیت څخه ډک کال ووسی .

عادله راز هیله وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې شی .

دافغانستان دغه ډیپلوماټې ډاګینه کړه نن  سبا په داسې شرایطو  کښې یوو چې سیمه او نړۍ له بل هر وخت څخه زیات سولې ، امنیت او ثبات ته ضرورت لری .

نوروز د ملګروملتونو په زده کړې ، علمی او کلتوری موسسې یونیسکو(The United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) کښې ثبت شوی او د ملګروملتونو د عمومی ټولنې پریکړه لیک دغه ورځ په رسمیت پیژندلی ده .

 

ټیګونه

کمنټونه