Mar 23, 2019 13:58 Asia/Kabul
  • په تیره میاشت کښې دامریکا دعسکرو دعملیاتو په وخت د ښځو او دماشومانو په شمول په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي دي .
    په تیره میاشت کښې دامریکا دعسکرو دعملیاتو په وخت د ښځو او دماشومانو په شمول په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د میدان وردک ولایتی شورا د ملکی وګړو د وژلو لپاره د امریکا دعسکرو د شپې په مهال د عملیاتو د ختمیدا غوښتنه وکړه .

د افغانستان د میدان وردک د ولایتی شورا غړی «شریف الله هوتک» وویل دامریکا  دپوځیانو دشپې پرمهال عملیات د ملګی خلکو د وژلې دزیاتیدا سبب شوی او دغه چارې د افغانستان دخلکو او دحکومت ترمینځ واټن رامینځته کړی دی .

شریف الله هوتک وویل دافغانستان په ډیرو ولایتونو په تیره بیا په میدان وردک ، پکتیا ، ننګرهار او غزنی ولایتونو کښې په تیرو څو میاشتو کښې دامریکا د عسکرو عملیات بیخی زیات شوی دی .

په تیره میاشت کښې دامریکا دعسکرو دعملیاتو په وخت د ښځو او دماشومانو په شمول په لسګونو ملکی وګړی وژل شوی دی .

د افغانستان د پارلمان او د مشرانو جرګې استازیو له دې مخکې په ځلونو د امریکا د  عسکرو د شپې  په وخت دعملیاتو دختمیدا غوښتنه کړی ده خو واشنګټن د افغانستان دخلکو غوښتنې ته غوږ نه اچوی .

 

ټیګونه

کمنټونه