Mar 25, 2019 16:43 Asia/Kabul
  • د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کښې د دوو ماشومان وژنه

د افغانستان په هرات ولایت کښې د افغان ځواکونو او طالب وسله ‎والو ترمنځ نښتې د دوو ماشومانو ژوند واخیست.

د یاد ولایت سیمهایز چارواکي وائي نښته تېره ورځشوې او په ترڅ کې یې یو سړے ژوبل شوے دے.

د افغانستان د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي چې زخمي شوے کس د وژل شویو ماشومانو پلار دے.

پېښه د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزآباد سیمه کې شوې ده.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغو ماشومانو د افغان ځواکونو او یا هم د طالب وسلهوالو په ډزو کښې ژوند بایللی دے.

 

ټیګونه

کمنټونه