Mar 25, 2019 17:30 Asia/Kabul
  • د امريکائي فوځ په هوائي حمله کښې افغان فوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان په ارزګان ولايت د امريکې د فوځ په هوائي حمله کښې پينځه افغان فوځيان ووژل شول.

د افغانستان د شفقنا خبري اژانس د رپوټ له مخې په ارزګان ولايت کښې امنيتي سرچينو نن وويل، دغه حمله بېګا د ترين کوټ په کاريز سيمه شوې ده چې له امله يې لس نور افغان فوځيان ژوبل شول.

په همدې لړ کښې په قندوز ولايت هم د امريکائي فوځيانو د وړمبې شپې په حملو کښې د يو شمېر ماشومانو او ښځوپه شمول څوارلس تنه عامه افغان وګړي ووژل شول.

امريکائي فوځيانو په دې وروستيو مياشتو کښې په متوسطه توګه د افغانستان په مختلفوسيموکښې په لسګونو د شپې عمليات کړي دي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه