Mar 25, 2019 17:59 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې داعشي ترهه ګر او طالبان نيول شوي دي

د افغانستان په ننګرهار کښی دیو سړي تښتونکی په شمول تر لسو زیات داعش او طالب وسله وال ونیول شول

د افغانستان ننګرهار د والي شاه محمود میاخیل د ننګرهار د امنیتی سکتور له مشرانو سره په یوه ګډه خبری ناسته کښې وویل د ملی امنیت اداري کارکوونکو په تیرو درې ورځو کښې پنځه تنه داعش ترهه ګر او درې تنه طالب وسله وال نیولي دي.

 نوموړي وویل په نیول شویو کښې د اچین ولسوالۍ او دغه رنګ د جلال اباد تورخم د لوی لارې د داعش ترهه ګرې ډلې د اکمالاتو مسولین هم شامل دي د ننګرهار والی په دغه خبری ناسته کښې وویل د ملي امنیت ادارې کارکوونکو  د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د کشورشاه په نوم هغه تن هم نیولی چې دټلیفون له لارې به یی ډاکتران ګواښل او له هغوی به یی پیسی تر لاسه کولې د ننګرهار امنیتی ادارې داسی مهال د سړي تښتونکو ،داعش ترهه ګرو او طالب وسله والو د نیول کیدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کښې په جلال اباد ښار کښې د هدفی وژنو او سړې تښتونو پیښی زیاتې شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه