Mar 26, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره فیډریکا موګریني نن سهار کابل ته رسیدلي ده .
    د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره فیډریکا موګریني نن سهار کابل ته رسیدلي ده .

زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی د افغانستان د سولې په بهیر کښې ددغه اتحادیې په ملګرتیا ټینګار سره دغه بهیر د افغانستان له خلکو او حکومت سره اړونده وباله .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشر فیډریکا موګرینی نن په کابل کښې د افغانستان دملی وحدت دحکومت له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې وویل اروپایی اتحادیه  دافغانستان د سولې په بهیر کښې ګډې ملګرتیا ته ژمنه ده او دغه بهیر د افغانستان له خلکو او حکومت سره اړوند ګڼی .

هغې د سولې په بهیر کښې هڅې په افغانستان کښې د امنیت دتامیندا لپاره ښه فرصت وباله او هیله یې څرګنده کړه دغه کوششونه په  دغه هیواد کښې د جنګ او دنښتې د ختمیدا سبب شی .

د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله هم سولې ته رسیدل دافغانستان له لپاه مهم وبلل او  ټینګار یې وکړ د هیواد خلک او حکومت هیله من دی اروپایی اتحادیه د سولې په بهیر کښې له افغانستان سره ملګرتیا وکړی .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشره فیډریکا موګرینی نن سهار کابل ته رسیدلی ده او ټاکل شوی ده چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره کتنه او خبرې اترې وکړی .

 

کمنټونه