Mar 26, 2019 13:39 Asia/Kabul
  • دافغانستان دملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر دغه راز د ملي وحدت حکومت  د سولې د خبرو په بهیر کښې په کارړنګونې تورن کړ .
    دافغانستان دملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر دغه راز د ملي وحدت حکومت د سولې د خبرو په بهیر کښې په کارړنګونې تورن کړ .

تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار «حنیف اتمر» وویل د ملی وحدت د حکومت د کار دپړاو له ختمیدا وروسته د ولسمشر اشرف غنی د کار دوام د منلو وړ نه دی او دقانون پراساس باید موقته حکومت جوړ شی .

حنیف اتمر د افغانستان په شمال کښې بلخ ولایت ته د سفر په وخت ولسمشر اشرف غنی ته خبرداری ورکړ د ملی وحدت دحکومت د کار د پړاو له ختمیدا وروسته واک باید موقته حکومت ته وسپارل شی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو زمینه برابره شی .

حنیف اتمر چې دافغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو یو(۱) کاندید هم دی دغه راز وویل د هیواد خلک دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د ملی وحدت حکومت به روان میلادی کال په می میاشت کښې خپل قانونی روا والی له لاسه ورکړی .

دافغانستان دملی امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر دغه راز د ملی وحدت حکومت  د سولې د خبرو په بهیر کښې په کارړنګونې تورن کړ .

 

کمنټونه