Mar 26, 2019 15:45 Asia/Kabul
  • په ننګرهارکې د بهرنیانوپشمول اتلس داعشیان اوطالبان وژل شوی

هارون یوسفزی وویل د کونړ ولایت د غازی اباد په ولسوالۍ کې د بی پیلوټه الوتکی په هوایی برید کې هم د خمنډ په نوم دیوه طالب قوماندان پشمول څلور طالب وسله وال وژل شوی او وسلی هم ویجاړی شویدی.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ  دافغانستان په ختیزو ولایتونو کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دننګرهار ولایت په هسکی مینی ولسوالۍ داغز په سیمه کې د هوایی برید له امله دری   داعش وسله وال وژل شوی او دهغوی وسلی او مهمات هم تباه شوی  دی . دهسکی مینی ولسوالۍ د اغز سیمه دا مهال په ننګرهار کی د داعش ډلی تر ټولو ستر او مضبوط مرکز ګڼل کیږی .

هارون یوسفزی همدار راز وویل د کونړ ولایت د غازی اباد په ولسوالۍ کې د بی پیلوټه الوتکی   په هوایی برید  کې د خمنډ په نوم دیوه طالب قوماندان پشمول څلور طالب وسله وال وژل شوی او وسلی هم ویجاړی شویدی.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی همدا راز وویل بیګا د ملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ د طوطو په سیمه کی عملیات کړی چې پکې د نوموړی پر ویناد القاعده شبکې اړوند د ازبک ترهه ګرو پشمول دولس   وسله وال طالبان وژل شوی او دهغوی دوه فعال مرکزونه ویجاړ شوی او وسلی او مهمات یی هم له منځه تللی دی . هارون یوسفزی وویل طالبانو ته دا تلفات له امنیتی ځواکونو سره د طالبانو د نښتی پر مهال اوښتی دی یوسفزی وویل پنځه تنه شکمن کسان هم د امنیتی ځواکونو له لورې نیول شویدی یوسفزی وویل په دې عملیاتوکې ملکی وګړوته مرګ ژوبله نده رسیدلی خو په سیمه کی عینی شاهدان وایی چې ددې عملیاتو له امله شپږ تنه ملکی وګړی او دوه تنه وسله وال طالبان وژل شویدی.

 

ټیګونه

کمنټونه