Mar 26, 2019 16:05 Asia/Kabul
  • فدریکا موګرېني همدا راز وویل چې له افغانستانه به د دوی ملاتړ دوامداره وي .
    فدریکا موګرېني همدا راز وویل چې له افغانستانه به د دوی ملاتړ دوامداره وي .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشره فیډریکا موګرینی وایی چې دسولې روانې هڅې د افغانستان لپاره ښه فرصت دی .

زمونږ خبریال  راپور راکړی مېرمن موګرېنی نن  په کابل کې له ولسمشر غنی سره په یوه ګډ خبری کنفرانس کې وویل چې دوی د سولې په هکله د روانو هلو ځلو نتایجو ته په تمه دی.

فدریکا موګرېنی وایی چې د سولې په روانو هڅو کې اوربند ډېر مهم دی چې باید د حکومت او طالبانو ترمنځ وشی.

هغې دغه‌راز ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو اترو لپاره باید یو هر اړخېز ټیم د حکومت له‌خوا جوړ شی ترڅو په راتلونکی کې په افغانستان کې د سولې په اړه مخالفت نه‌وی موجود.

د اروپایی اتحادیی د بهرنی سیاست مشرې همدا راز وویل چې سوله باید د افغانانو په مشری او مالکیت وی، خو دا یې هم څرګنده کړه چې له امریکا تر روسیې او له چین تر ایران باید ټول هېوادونه په سوله کې مثبت رول ولوبوی.

 

فدریکا موګرېنی وویل چې انتخابات ډېر مهم دی او باید انتخابات په افغانستان کې ترسره شی.

فدریکا موګرېنی همدا راز وویل چې له افغانستانه به د دوی ملاتړ دوامداره وی او څرګنده‌یې کړه چې په اقتصادی او نورو زېربنایی برخو کې به دوی له افغانستان سره هر اړخېزه مرسته وکړی.

دغه‌راز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وویل چې دوی له دې هېواد سره د اروپایی ټولنې له کړیو مرستو او ملاتړ څخه منندوی دی.

ښاغلی غنی وویل چې دا مهال افغانستان په سخته ازموینه کې دی، خو دا یې هم وویل چې هر امتحان یو ښه فرصت هم بلل کېږی.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني  وویل چې د افغانستان ۴۰ کلن بحران باید په ښه مدیریت سره پای ته ورسېږی ترڅو رامنځته شوی فرصت د بل جنګ او کړکیچ سبب ونه‌ګرځی.

ده وویل چې اوس د ګواښ پیړۍ نه ده   او باید مرمۍ او جنګ، خپل ځای بحث او تفاهم ته پرېږدی او هر کار په تدبیر او تعقل سره پر مخ ولاړ شی.

 

 

ټیګونه

کمنټونه