Apr 25, 2019 16:49 Asia/Kabul
  • افغانستان د سيالۍ مېدان (6) په افغانستان کښې د امريکې تحرکاتو ته د چين نظر

په ننني مطلب کښې په افغانستان کښې د امريکې تحرکاتو ته د چين د نظر په اړه څېړنه کوو

چين په افغانستان د امريکې له فوځي حملې وروسته تل افغانستان ته په اقتصادي سترګه کتل، په حقيقت کښې په افغانستان د امريکې له حملې وروسته په افغانستان کښې د بيجېنګ مشارکت په مهمه توګه د دغه هېواد د معدني سرچينو په راوېستلو پورې محدود ؤ. منجلمه چين له افغانستان سره د عينک نومې زېرمې د پراختيا لپاره د درې ميليارډ ډالرو معاهده لاسليک کړه. په افغانستان کښې د چين پانګونه د دې سبب شوه چې دغه هېوادد افغانستان په دريم تجارتي نډيوال بدل شي.

افغانستان ته د چين اقتصادي نظر په دغه هېواد کښې د بيجېنګ امنيتي ملاحظاتو ته د بې پامۍ په معنا نه دے. د چين حکومتي او خصوصي شرکتونو په فعاله توګه په مرکزي اېشيا او افغانستان کښې پانګونه کړې ده.چين په مهمه توګه په افغانستان کښې رسانه اي او اعلاني اړخ کښې لږ تر لږه امنيتي پالېسۍ ته له ترجيح ورکولو ډډه کړې ده. د دې باوجود له امنيتي ملاحظاتو سره د اقتصادي ملګرتياو د تړاو په وجه چين له ۲۰۱۲ کال راهسې د افغانستان په امنيتي مسائلو کښې هم خپل مشارکت پياوړے کړے دے او کوشش يې کړے دے د افغانستان د صلحې په چلند کښې د يو مېنځګړي په توګه مهم کردار ادا کړي.په دا ډولچې د ۲۰۱۲ کال په ستمبر کښې چين او افغانستان امنيتي او اقتصادي موافقه ليکونه لاسليک کړل.

په افغانستان کښې د چين د پانګونو د امنيت له اندېښنې نه په تېرېدو داسې ښکاري چې بيجېنګ د افغانستان په باره کښې دوه اصلي اندېښنې لري. وړومبۍ دا چې د چين له نظره دافغانستان د ناامنۍ او بې ثباتۍ دوام د ون روډ ون بېلټ په نوم د رېښمو لارې د احياء پروژې ته زيان رسوي. دا په داسې حالاتو کښې دي چې چين د دغه ټرانزېټي لارې د احياء لپاره ډېر غټه پانګونه کړې ده چې ټاکل شوېده په دغې منصوبې کښې پاکستان او افغانستان هم پاتې شي او د سيمې ځينې نور هېوادونه هم پکښې برخه واخلي. دويم دا چې چين له افغانستان څخه سين کيانګ ته د تندلاري توب له منتقلېدو او د ختيځ ترکمنستان له تش په نامه غورځنګ سره د اويغوري بېلتون غوښتونکو د روزنې لپاره په يوې اډې باندې د افغانستان بدلېدو ته اندېښمن دے. په  حقيقت کښې بيجېنګ چين ته د زيان رسولولپاره د افغانستان له ظرفيتونو څخه د استفادې لپاره د امريکې له مقاصدو په ښۀ ډول خبر دے او له دې امله کوشش کوي له افغانستان او پاکستان سره د تعلقاتو په مضبوطولو سره د ذکر شويو ګواښونو مخه اونيسي.

 له کابل سره د مرستو د زياتولو لپاره د بيجېنګ وعده، د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د خبرو اترو او له مرکزي حکومت سره د طالب ډلې د مذاکراتو لپاره د بيجېنګ ډېپلومېټک کوششونه د افغانستان له مسائلو سره د چين د دلچسپۍ ښودنه کوي. د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر مياشت کښې چين د اېشيا زړۀ نومې غونډه کښې د ګډون لپاره افغان ولسمشر ته بلنه ورکړه. په 2014 کال کښې له چيني چارواکو سره د اشرف غني په کتنه کښې چين موافقه وکړه چې افغاني ډېپلومېټانو ته ټرېنېنګ ورکړي او د درې کلونوپه موده کښې له افغانستان سره درې سوه دېرش ميلين ډالره مرسته وکړي. چين همدارنګ د چين او پاکستان په اقتصادي کورېډور کښې د شاملېدو لپاره افغانستان ته بلنه ورکړې ده. ويل کيږي چې په دغو ليدنو کتنو کښې په افغانستان کښې چين ته د يوې اډې ورکولو په باره کښې موافقهشوې چې البته چين انکار کوي.

په افغانستان کښې د امريکې د موجوديت د چين مخالفه اړخونو څرګندېدو ته په پام سره بيجېنګ په تېرو کلونو کښې کوشش کړے دے د افغانستان په هغو سياسي بهيرونو کښې چې له امريکې څخه خپلواکه دي کردار ادا کړي. په دې لړ کښې په افغانستان کښې د صلحې لپاره د يوې سياسي حل لارې د موندلو په هدف سره د چين او افغانستان د دوو اړخيزو تماسونو ترڅنګ د افغانستان په باره کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم، د چين، افغانستان او پاکستان څو اړخيزو خبرو اترو او د روسيې، هند او چين درې اړخيزو خبرو اترو کښې د چين فعال شتون ته اشاره کولې شوو.له دغو تحرکاتو وروسته د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدا... عبدا... په 2016کال کښې له صلح ايزې لارې د چين د جنوبي سمندر د مسائلو د هواری لپاره د دغه هېواد له دريځ او هلو ځلو څخه ملاتړ وکړ. د چين د جنوبي سمندر د مسائلو په وړاندې د واشنګټن جنجالي دريځونو ته په پام سره د عبدا... عبدا... دريځ نيونې وښودله چې  له کابل سره د بيجېنګ تعلقات مخ وده روان دي.

په افغانستان کښې د چين زياته اقتصادي موجودګي او له کابل سره سياسي او امنيتي ملګرتيا ته د بيجېنګ ګروهنه د امريکې د ناراضګۍ سبب شوې ده، دغه موضوع په خاصه توګه د ډونالډ ټرمپ په دوران کښې چې د چين په خلاف يې يرغلي سياست خپل کړے دے سخته شوې ده. له دې سره سره چې په افغانستان کښې د چين، روسيې او ايران په شمول د سيمې د هېوادونو  اقتصادي پانګونې په افغانستان کښې د ملي وحدت په مضبوطولو او ثبات په ټينګولوکښې زيات تاثير لري خو امريکه په افغانستان کښې له سيمه ايزو ملګرتيا څخه سخت ويريږي. په خاصه توګه دا چې افغانستان د اقتصادي ملګرتياو د تنظيم اېکو غړے او د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم څارونکے غړے دے. د امريکې له نظره په افغانستان کښې د چين اقتصادي او سياسي شتون پياوړتيا د رېښمود لارې د احياء د يو ډېر مهم خنډ چې هم هغه د افغانستان ناامني ته سبب کيږي. له دې امله اشنګټن کوشش کوي چې په افغانستان کښې د چين د اقتصادي موجودګۍ د پراختيا مخه اونيسي او يا دا چې د هند په شان هېوادونو له ظرفيته په استفادې سره په افغانستان کښې د چين په خلاف يو ډول اقتصادي انډول رامنځته کړي. د رېښمو د نوې لارې د منصوبې په وړاندې کولو کښې د اوباما د حکومت اقدام او په کانګرېس کښې د هغې تصويبېدو د بيجېنګ د چارواکو لپاره په دې خبره څه شک نه دے پرېښودے چې واشنګټن کوشش کوي يوې لارې يو بېلټ په نامه د رېښمود لارې د احياء طرحې ته د زيان رسولو لپاره دافغانستان د حالت په شمول له هر فرصته استفاده وکړي.

په دې وروستيو کلونو کښې او په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د ځاے پرځاے کولو لپاره د امريکې د منصوبې د لا زياتو اړخونو په څرګندېدو سره په افغانستان کښې د چين امنيتي اندېښنې زياتې شوې دي.په تېره بيا دا چې د داعش يو شمېر غړي دختيځ ترکمنستان له تش په نامه غورځنګ سره له وابسته اويغوري بېلتونو غوښتونکو څخه دي چې د چين د سين کيانګ صوبې د بيلولو لپاره کوشش کوي او د امريکې ملاتړونه ورته حاصل دي. په عراق او سوريې کښې د داعش ترهه ګرې ډلې له ماتې وروسته امريکې په افغانستان کښې د دغې ډلې په منتقلولو سره له يوې خوا کوشش کوي په دغه هېواد کښې د ثبات او قرارۍ مخنيوے وکړي او په افغانستان کښې د فوځي مداخلت د دوام لپاره يوه مناسبه توجيه ولري او له بلې خوا چين، روسيې او ايران ته د زيان رسولو لپاره د افغانستان له پوزيشنه ګټه پورته کړي. داسې ښکاري چې د ګمرکي ټېکسونود جنګ،د چين د جنوبي سمندر، بشري حقوقو او د يو اړخيز پالنې مسائلو په شمول په مختلفو زمينو کښې له چين سره د امريکې د اختلافاتو په زياتېدو سره واشنګټن به له افغانستانه د چين مسلمان مېشته سيموته د تندلاريتوب د صادرولولپاره د ټرمپ په دوره کښې خپل تحرکات زيات کړي.

په داسې حالاتو کښې ښکاري چې چين د ستمبر د يولسمې له پېښې وروسته د وړومبنيو کلونوپه اپوټه په افغانستان کښې د امنيتي او حتی د فوځي موجودګۍ د زياتولو فېصله کړې ده. چين له ۲۰۱۵ کال راهسې د افغانستان د امنيتي ځواکونولپاره مالي لګښتونه او فوځي سازوسامانونه پوره کوي.  يو شمېر چيني ځواکونه له افغانستان سره په ټولو پولو کښې د ترهه ګري ضدو ګزمو د ترسره کولو لپاره لېږل شوي دي. د 2017 کال  په مارچ کښې پېنټاګان د وړومبي ځل لپاره په افغانستان کښې د چيني فوځيانو موجودګي تائيده کړه چې په ګډو پولو کښې له افغان ځواکونو سره د ترهه ګرۍ په خلاف د ګډوګزمو د برخې په توګه  فعاليت کوي.

چيني چارواکي هيله من دي چې له افغانستان سره د تعلقاتو له زياتولو سره سره له پاکستان سره د ملګرتيا په پراختيا سره په افغانستان کښې د امريکې له چين مخالفو منصوبوسره د دغو هېوادونو د ملګري کېدو مخنيوے وکړي.په دې لړ کښې له دې وروسته چې ټرمپ د افغانستان په وړاندې د امريکې د نوې پالېسۍ په چوکاټ کښې په پاکستان سختې نيوکې وکړې د چين حکومت وړومبنے هېواد ؤ چې د دغو نيوکو په اړه يې ردعمل څرګند کړ. دچين خارجه وزير ونګ يي له خپل پاکستاني هم منصب سره په ټيلفوني تماس کښې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د سترو اقداماتو په سيائلو سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان د دغه رول ملاتړ دې وکړي. په تېرو څلورو کلونو کښې د پاکستان د مرکزي بېنګ د شمېرنو له مخې په پاکستان امريکې 533 ميلين ډالرو او دوه اشاريه اتۀ ميليارډ ډالره پانګونه کړې او بيجېنګ غواړي په دغه هېواد کښې پنځوس ميليارډ ډالره نوره پانګونه هم وکړي.

د روسيې په شان چين هم نه غواړي چې امريکه دې په افغانستان کښېد  ټولو فوځي، سياسي،اقتصادي او امنيتي چارو واګې په لاسو کښې اونيسي. بيجېنګ او ماسکو د ستمبر د يولسمې له پېښې نه وروسته په وړومبنيو کلونو کښې له افغانستانه د امريکې د فوځيانو له وتلو سره زياته دلچسپي نه لرله، په هغو وختونو کښې روسيې اقتصادي او مالي محدوديتونو او په افغانستان کښې د سرۀ فوځ د شتون منفي مخينې ته په پام سره  په افغانستان کښې فوځي شتون ته څه خاصه ګروهنه نه لرله. چين هم  د دغه هېواد د بهرني سياست په ستره سټراټيجۍ په نورو برخو باندې د اقتصادي پالېسۍ ترجيح لرلو ته په پام سره د افغانستان امنيتي او فوخي مسائلو ته زيات داخلېدو ته ګروهنه نه لرله. خو په دې وروستيوکلونو کښې په افغانستان کښې د داعش ترهه ګرې ډلې له شتون څخه د واشنګټن د ملاتړ په شمول په دغه هېواد کښې د امريکې د فوځي مداخلت منفي اړخونو د چين او روسيې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړې دي او دغه دواړه هېوادونه غواړي په افغانستان کښې خپل امنيتي او فوځي شتون مضبوط کړي.

په داسې حالاتو کښې په افغانستان کښې د ثبات او قرارۍ په رامنځته کولو او په دغه هېواد کښې د امريکې تاوتريخوالي زېږونکو منصوبو څخه د مخنيوي لپاره د چين، روسيې او ايران درې اړخيزې ملګرتياوې اهميت لري. په دې لړ کښې د افغانستان مخکښيني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د صلحې په بهير کښې د ايران، روسيې او چين مهم رول ته په اشارې سره وويل: «هغه کوششونه چې د صلحې په بهير کښې رامنځته کيږي د ګاونډي هېوادونو له ملګرتيا نه بغېر به نتيجې ته ونه رسيږي. خبرې اترې د افغانستان د  لاجې د ختمېدو يوازېنۍ لاره ده، په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو شتون د دغه هېواد په تاوان دي، ځکه چې په افغانستان کښې د امريکې غلط سياستونه د جنګ د اوږدېدو سبب شوي او د دغه هېواد زرګونه کسان يې د مرګ کومي ته لېږلي دي.» کرزي همدارنګ د 2018  کال په نومبر کښې په ماسکو کښې د افغانستان د صلحې غونډې ته په اشارې سره تاکيد وکړ: «د سيمې د هېوادنو په مشارکت سره د افغانستان د صلحې په بهير کښې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.»

--------------

 

ټیګونه

کمنټونه