Apr 26, 2019 05:36 Asia/Kabul
  • واشنګټن په کابل کې د خپل سفارت کارکونکی کموی

له افغانستانه د امریکائی ځواک وتل ، اوور بند او له افغان حکومت سره دنیغ په نیغه خبرواترو پیلول ، په تیرو میاشتو کې د امریکا اوطالبانو ترمینځ دخبرواترو اصلی چورلیزونه دی

روئیټرز خبری آژانس  د امریکا دحکومتی چارواکو  له قوله په یوه راپور کې وئیلی دی ، دامریکا خارجه وزارت به له وخته مخکې  یعنی  له راتلونکی میاشت څخه   په افغانستان کې ددغه هیواد دسفارت نیمو کارکونکو شمیر کمول پیل کړی . 

 ددغه راپور په اساس ، دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  په کابل کې د امریکا دسفارت د کارمندانو  دکمولو دپلان  په چټک کولو پسې دی . یو کال مخکې په نړۍ کې دامریکا دتر ټولو سترې  ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د کارکونکو  تر نیم شمیر پورې دکمولو لپاره  دپمپئو حکم ، له ټاکلی وخته مخکې  ترسره کیږی .

Image Caption

 

دغه اقدام  د کومې موافقې په سر  دطالبانوډلې اوامریکادخبرواترو دسست پرمختګ پر مهال ترسره کیږی ، چې   له افغانستانه د امریکائی ځواک  د ویستلو او   دمریکاد ترټولو اوږدۀ  جنګ  دختمولو لپاره لاره هواروی .

 دروئیټرز خبری آژانس دراپور په اساس، په مخکینیوخبرواتروکې د افغانستان  دجنګ دختمولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ ښکاره بیړه اوبې صبری، دطالبانو ډلې د مرکچی ټیم  د دباؤ اړم  پیاوړی کوی .

د امریکا  نوی اقدام  بیا هم طالبان په لاښه موقعیّت کې ورولی ، ځکه د وی  د امریکا د سفارت دکارکونکو شمیر  په کمولو پسې دی  او په افغانستان  کې دامریکا درول  دکمولو لپاره  د ټرمپ لیوالتیا تائیدوی .

 څلور کاله مخکې  ا مریکا په کابل کې دخپل سفارت  دپراختیا لپاره څه دپاسه اته سوه میلیون ډالر لګولی دی  او همدااوس  دغه سفارت  څه دپاسه یو زر پنځه سوه  ډیپلوماټان او کارمندان  لری . له افغانستانه  د امریکائی ځواک وتل ، اوور بند او له افغان حکومت سره  دنیغ په نیغه خبرواترو پیلول ، په تیرو میاشتو کې د امریکا اوطالبانو ترمینځ دخبرواترو اصلی چورلیزونه  دی   

 

ټیګونه

کمنټونه