Apr 26, 2019 07:48 Asia/Kabul
  • دافغانستان دجنګ په باب اطلاعاتوته نه لاس رسی دناکامۍنښې دی

ډیری کارپیژاند اوشناندی په دې اند دی چې په افغانستنا کې دامریکا جنګ ناکام شوی دی او په دغه هیواد کې دامریکا اتلس کلن پوځی شتون،چې لګښت ئې هم دامریکا د مالیاتو ورکونکو له جیبه تامینیږی،په افغانستان کې ئې یوازې جنګ ،شخړو وژلو اوناکراریو زیاتولو ته لمن وهلې

 تسنیم خبری اژآنس راپورورکړ ،د افغانستان دجنګ  دپلټنې په چارو کې د امریکا دحکومت ځانګړی استازی  جان سپکو روښانه کړې ده ،  په افغانستان کې د امریکا د جنګ د  بریالیتوب  او ناکامۍ  داندازې  دلیدو  لپاره  هیڅ  پیمانه  نشته  او یا  په دې باب  لازم اطلاعات ،پټ او  طبقه بندی شوی دی .

سپکو د امریکا ددفاع وزارت په دغه کړچار په سختو نیوکو سره وئیلی دی،په افغانستان کې ټول او  په پنټاګان کې  ځینی کسان  ددغه هیواد دجنګ په باب اطلاعات لری ، او یوازې هغه کسان چې له دغو موضوعګانو  بې خبره دی ،دامریکا  مالیات ورکونکی دی  چې  دجنګ لګښت ورکوی .

 جان سپکو  له دې مخکې هم دافغانستان د جنګ داطلاعاتو په باب په زیاتیدونکی سنسر نیوکې کړی وې .

 ډیری کارپیژاند اوشناندی په دې اند دی چې په افغانستنا کې دامریکا جنګ ناکام شوی دی او په دغه هیواد کېدامریکا اتلس کلن پوځی شتون،چې لګښت ئې هم دامریکا د مالیاتو ورکونکو له جیبه تامینیږی،په افغانستان کې ئې  یوازې جنګ ،شخړو وژلو اوناکراریو زیاتولو ته لمن وهلې  ده .

 

ټیګونه

کمنټونه