Sep 10, 2019 13:05 Asia/Kabul
  • طالبان باید د خارجي هیوادونو پرځاې دافغانستان له زړه سوانده شخصیتونو او خلکو سره خبرې وکړي .
    طالبان باید د خارجي هیوادونو پرځاې دافغانستان له زړه سوانده شخصیتونو او خلکو سره خبرې وکړي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان یوه(۱) مشهور جهادی شخصیت دامریکا دعسکرو په وتلو ټینګار وکړ .

د افغانستان د انرژۍ او د اوبو پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان په هرات ولایت کښې په یو لړ دستورو کښې وویل افغانستان همدا اوس په نیواک کښې یو (۱)هیواد دی او دغه هیواد امریکا دپوځیانو لپاره نه دی .

اسماعیل خان د افغانستان په جنګ کښې د امریکا ستراتیژۍ ماتی خوړلی وبلله او زیاته یې کړه امریکا په افغانستان کښې په جبۍ کښې ښخه شوی ده  چې ژغورل یې ډیر سخت دی .

د افغانستان دانرژۍ او د اوبوپخوانی وزیر محمد اسماعیل خان دغه راز د افغانستان دجنګ په هکله دامریکا دولسمشر ټرمپ وینا ته په غبرګون کښې وویل ټرمپ باید پوه شی چې دافغانستان د لس (۱۰) میلیونه خلکو وژل په دغه هیواد کښې دامریکا د بریالیتوب سبب نه کیږی .

هغه په طالبانو غږ وکړ چې د خارجی هیوادونو پرځاې دافغانستان له زړه سوانده شخصیتونو او خلکو سره خبرې وکړی .

 

ټیګونه

کمنټونه