Sep 10, 2019 13:31 Asia/Kabul
  • امام حسین علیه السلام د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره اړه لري د حسیني عاشورا د مراسمو دامنیت تامینول هم د ټولو مسلمانانو دنده ده .
    امام حسین علیه السلام د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره اړه لري د حسیني عاشورا د مراسمو دامنیت تامینول هم د ټولو مسلمانانو دنده ده .

زمونږخبریال وایی د افغانستان دبلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته وویل دحسینی ماتمیانو په لاره کښې په بم چاودنه کښې یو(۱) تن وژل شوی او دوه (۲)نور ژوبل شوی دی .

هغه وویل دغه بم چاودنه چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کښې د سخی زیارت په کابو یو (۱)کلومیټرۍ کښې شوی ده په یوه(۱) ګاډی کښې د کیښودل شوی بم په ترڅ کښې رامینځته شوی ده .

عادل شاه عادل وویل ددغه بم چاودنې هدف د حسینی عاشورا په عزادارو او حکومتی عسکرو برید کول وو .

له دې مخکې هم په بلخ ولایت کښې  له ترهګرو ډلو سره د امنیتی ځواکونو په نښته کښې درې(۳) طالبان وژل شوی او لس(۱۰) نور ژوبل شوی .

د بلخ ښار دپولیسو ویاند عادل شاه عادل وویل پولیس به هیڅ کس یا ډلې ته به  د حسینی عاشورا په مراسمو کښې د ګډوډۍ درامینځته کولو اجازه ورنکړی .

هغه ټینګار وکړ هماغه ډول چې امام حسین علیه السلام د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره اړه لری د حسینی عاشورا د مراسمو دامنیت تامینول هم د ټولو مسلمانانو دنده ده .

 

ټیګونه

کمنټونه