Sep 10, 2019 15:29 Asia/Kabul
  •  د ملي امنیت  دادارې د مشر ترټولو مهمه دنده د انتخاباتو د امنیت دتامینولو لپاره د ضرورت وړ سریزو برابرول دي .
    د ملي امنیت دادارې د مشر ترټولو مهمه دنده د انتخاباتو د امنیت دتامینولو لپاره د ضرورت وړ سریزو برابرول دي .

احمد ضیا سراج د افغانستان د ملی امنیت ادارې د نوی سرپرست په توګه غوره شو .

احمد ضیا سراج د معصوم ستانکزی ځای ناستی شو کوم چې څلور (۴) ورځې مخکې استعفا ورکړی وه .

د افغانستان دننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کښې د حکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د څلورو(۴) ملکی وګړو له وژل کیدا وروسته ولسمشر اشرف غنی د معصوم ستانکزی د استعفا غوښتنه کړی وه .

د ستانکزی له استعفا وروسته د افغانستان د ملی امنیت دادارې دنوی سرپرست په انتصابیدا سره دغه هیله شته چې له ناامنۍ سره د  مقابلې او د امنیتی حالاتو دښه کولو لپاره د فیصلو د ترسره کولو له پلوه ددغه هیواد د ترټولو مهمې امنیتی ادارې په پروګرامونو  کښې نوی کړچار رامینځته شی .

ستانکزی چې په افغانستان کښې د ترهګرو بریدونو له ډیریدا وروسته یې د ملی امنیت دادارې له مشرۍ استعفا ورکړه په تیرو څو میاشتو کښې د کابل دحکومت له سخت دباو او د رسنیو له ډیرو نیوکو سره مخامخ وو .

په تیرو څو میاشتو کښې د مرګونو ترهګرو حملو له زیاتیدا وروسته په افغانستان کښې اندیښمونکی امنیتی حالات سبب شول چې  په ولسمشر اشرف غنی نیوکه کونکی د ملی وحدت دحکومت په سیاستونو  انتقاد وکړی او د ولسمشرۍ دانتخاباتو د پیلیدا له وخت دغه  په ټاکنو کښې د اشرف غنی د موقعیت دکمزوری کولو لپاره په یوې (۱) موضوع بدل   کړی .

دافغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ولسمشر اشرف غنی سیالان د کابل دحکومت په امنیتی  ستونزو تمرکز کولو سره هڅه کوی په انتخاباتو کښې د اشرف غنی د بیا بریالیتوب چانس پیکه کړی .

خو له دغو شرایطو سره سره ولسمشر اشرف غنی هڅه پیل کړی ده په بیلابیلو رودو سره د افغانستان د ملی وحدت دحکومت په امنیتی سیاستونو د نیوکه کونکو او دسیالو کسانو سناریوګانې په دې ډول شنډې کړی  چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې خپل حالت وساتی او هغه پیاوړی کړی .

که څه هم په افغانستان کښې د ناامنۍ او دهغې دزیاتیدا ځینې علتونه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له زیاتیدا او د کابل دحکومت له ارادې بهر د خارجی عواملو او دسیمې او له سیمې د وراخوا د ځینو لوبغاړو له رول سره اړه لری خو د ناامنۍ ځینې زمینې له ترهګرو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د حکومتی چارواکو د پروګرام د نه لرلو او د ولسمشرۍ د ماڼۍ دننه د اختلافاتو داغیز او د امنیتی قوماندانانو ترمینځ د دوه قطبۍ فضا د رامینځته کیدا له کبله دی .

دافغانستان په اوسنیو شرایطو په تیره بیا د هیواد د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته په پام سره د ملی امنیت  دادارې د مشر ترټولو مهمه دنده د انتخاباتو د امنیت دتامینولو لپاره د ضرورت وړ سریزو برابرول دی کوم چې د هیواد دخلکو لپاره مهم برخلیک ټاکونکی ډګر ګڼل کیږی .

د افغانستان دولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې په کم پاتې وخت کښې د ملی امنیت ادارې له نوی سرپرست څخه د ولسمشر اشرف غنی هیله د انتخاباتو د امنیت دتامینولو لپاره د ضروری سازوکار له پلوه په خلکو کښې د یوې (۱) مثبتې ذهنی فضا رایمنځته کول دی چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې دخلکو لخوا دهغه(اشرف غنی ) د هرکلی سبب کیدلای شی .

 

ټیګونه

کمنټونه