Sep 11, 2019 10:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلک د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر وايي: د ټولو بهرنیو ځواکونو مسئولانه او په یو ټاکلي مهال ویش کښې له افغانستانه وتل، د دغه هیواد د خلکو غوښتنه ده.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو باندې په ټینګار سره وویل: د ټولو بهرنیو ځواکونو مسئولانه او په یو ټاکلي مهال ویش کښې له افغانستانه وتل، د دغه هیواد د خلکو غوښتنه ده.

مجید تخت روانچي بیګا د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې چې په افغانستان کښې د صلحې او امنیت په موضوع سره ترسره شوه، زیاته کړه: په افغانستان باندې د امریکې د حملې له کابو دوو لسیزو تیریدو وروسته بیخي څرګنده ده چې متحده ایالتونه د افغانستان له پریښودو پرته بله چاره نه لري او دا کار چې هر څومره زر وکړي دومره ښه ده.

هغه په دې خبرې سره چې د آزادو او منصفانه ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل د افغانستان ډیموکراټیک ارګانونه پياوړې کولی شي، زیاته کړه: ایران د افغانستان له ټولو سیاسي ډلو او ګوندونو او هم داشان له ټولو افغانانو غواړي چې په انتخاباتو کښې په فعال ډول ګډون وکړي ځکه دا کار د افغانستان د امنیتي، اجتماعي او اقتصادي حالاتو د ښه والي لپاره ضروري دی.

تحت روانچي ټینګار وکړ: هیڅ هیواد حق نه لري چې د افغانستان د راتلونکي په هکله فیصله وکړي او د دغه هیواد د حکومت او سیاسي ډلو په غیاب کښې یا په یواړخیزه، اختصاصي او غیرشفافه توګه د صلحې هر ډول خبرې اترې په ماتې محکومې دي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه