Sep 11, 2019 16:39 Asia/Kabul
  • کران و منجان ولسوالي د طالب ډلې له نیواکه آزاده شوه

د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان، کران و منجان ولسوالي د طالب ډلې له نیواکه خلاصه شوې.

آوا خبري آژانس لیکلې دي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ له آزادۍ وروسته د دغې ولسوالۍ د لاجوردو معدن هم د افغانستان د حکومتي ځواکونو په کنټرول کښې راغی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بیانه کښې هم داشان راغلې دي چې په دغو عملیاتو کښې ګڼ طالب وسله وال مړه، ژوبل او نیول شوې دي.

د روانې اونۍ له پیل څخه دا له یمنګان او وردوج ولسوالیو وروسته د بدخشان ولایت دریمه ولسوالي ده چې افغان امنیتي ځواکونه یې د طالب ډلې له وسله والو آزادوي.

یمنګان او وردوج ولسوالۍ له تیرو پنځو کالو راهیسې د طالبانو په نیواک کښې وې.

 

ټیګونه

کمنټونه