Sep 12, 2019 05:17 Asia/Kabul
  • تخار ولایت کښې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده

د طالب ډلې څلویښت کسان په تخار ولایت کښې د افغانستان د ملي اردو په هوايي بریدونو کښې وژل شوې دي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د تخار د والي ویاند جواد هجري وویل: د تخار ولایت په درقد او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کښې د افغان ملي اردو د هوايي بریدونو له امله د طالب ډلې پنځه قومندانان او ۳۵ نور غړي وژل شوي او دیرش نور طالبانو هم زخمي شوې دي.

د ویلو ده چې طالب ډلې وړمه ورځ د تخار ولایت درقد او ینګي قلعه ولسوالۍ نیولې وې.

د تخار چارواکو ویلې وو چې افغان پوځیانو په دغو دواړو ولسوالیو کښې تاکتیکي شاتګ کړی دی.

بل خبر دا چې د افغانستان په ختیځ کښې د ننګرهار ولایت د پولیسو د قومندانۍ ویاند وویل: د ننګرهار د ملي امنیت د ریاست  د ښوونې مرستیال محمد زمان پرون سهار د نامعلومو وسله والو په برید کښې وژل شوی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه