• د اسلامی انقلاب معظم رهبر د قاریانو او حافظانو په کتنه کښې یو لړ بیانات وړاندې کړل

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د قران شریف په نړیوالو سیالیوکښې د ګډون کوونکو په کتنه کښې قران د اسلامی امت د وحدت او یووالی محور وبلۀ

او وې فرمایل، په داسې حالاتو کښې چې د استکبار هدف او مقصد د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو او جنګ جګړو رامنځته کول دی اسلامی امت ته پکار دی چې په دغه الهی نعمت باندې د منګولو په لګولو سره د وحدت په لاره کښې حرکت وکړی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای نن د قران کریم د نړیوالو سیالیو په درې دېرشمه دوره کښې د ګډون کووونکو په غونډه کښې په دې باندې په تاکید سره چې امریکه لویه طاغوتوته او ستره شېطانه ده وویل، نن د عالمانو، روڼ اندو او پوهانو ترټولو مهمه دنده او ذمه واری د دښمنانو د فرېبکاریو په وړاندې بېدارونه ده او اسلامی امت هم پکار دی د سترو قوتونو په وعدو ونه غولیږی او د هغوی له ګواښونو ونه ویریږی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر قران د اسلامی امت د وحدت محور وبلۀ او زیاته یې کړه،په داسې حالاتو کښې چې د استکبار سیاستونه د مسلمانانو ترمېنځ په اختلافاتو او جنګ جګړو متمرکز دی اسلامی امت ته پکار دی چې له دغه ستر الهی نعمت سره په تمسک سره د وحدت او یووالی په لاره کښې ګامونه واخلی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای اسلام او اسلامی امت ته د ګوزار ورکولو لپاره د طاغوتی قوتونو زیاتو کوششونو ته په اشارې سره وفرمایل، هغوی پوهیږی چې که مسلمانان قوت او قدرت ولری نو په ملتونو به ظلم ونه کړی. او د فلسطین موضوع به د یو غصب شوی اسلامی هېواد د په توګه هېره نکړی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر له خداے سره د یوځاے کېدو په ځاے له طاغوت سره د ځینو اسلامی هېوادونو له یوځاے کېدو څخه د خواښینۍ په څرګندولو سر تاکید وکړ چې هغه هېوادونه چې په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو مجریان دی په حقیقت کښې له اسلامی امت سره خیانت کوی او د امریکې د نفوذ زمینه برابروی.

معظم رهبر د ایران د ملت ایمان او پائېداری او د امریکې د زیاتو غوښتنو په مقابل کښې د هغوی ټینګ اودرېدنه د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتدار اصلی عامل وبالۀ او تاکید یې وکړ چې د ایران له ملته د قوتونو د ویرې او د دغه ملت په خلاف د ډول ډول دسیسو علت د اسلام په ستنو ولاړ اقتدار دے او دښمن له مقتدر اسلامه ویریږی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په سیمه کښې د تکفیری ترهه ګرو ډلو راڅرګندېدل او د دښمنانو په نیابت د مسلمانانو ترمېنځ د جنګ او اختلافاتو رامنځته کول د بېدارۍ او روشنګرۍ د نیشتوالی او ګمراهۍ نتیجه وبلله او تاکید یې وکړ، بې له شکه د کفر محاذ به بالاخره د مبارز او مجاهد اسلامی محاذ په مقابل کښې په شاتګ وکړی.

ټیګونه

می 18, 2016 15:45 Asia/Kabul
کمنټونه