• د اسلامی انقلاب معظم رهبر د خبرګانو د جرګې د استازیو په کتنه کښې یو لړ بیانات وړاندې کړل

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د ((انقلابی تشخص او لارې)) په بیانولو سره تاکید وکړ، د نظام د بقاء او پرمختګ او د انقلاب د اهدافو د پوره کېدو یوازېنۍ لاره ((د هېواد حقیقی اقتدار)) او ((جهاد کبیر)) یعنې د دښمن اتباع نه کول دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای نن د خبرګانو د جرګې په پینځمه دوره کښې د ملت د منتخب شوی مشر او استازیو په کتنه کښې دغه جرګه یوه حقیقی ښکارنده وبلله.

دوی د خبرګانو د جرګې د یو ښه انتخاب او د دغې محترمې او باور وړ جرګې د جوړېدو او د خلقو لخوا د هرکلی لپاره د خداے په درګاه کښې د شکر په ادا کولو سره وفرمایل، د خبرګانو جرګه یو الهی نعمت دے او حتی په اساسی قانون کښې له خپلو دندو نه وراخوا یوه عظیمه او تاثیر کوونکې ښکارنده بللې کیږی.

معظم رهبر د خلقو لخوا له عالمانو او دینی او علمی نظر خاوندانو څخه د منتخب شوې او د وبارو وړ ټولګې بڼه نیونه په ذاتی توګه زیاته اهمیت لرونکې وبلله او زیاته یې کړه، دغه لوړرتبه او عظیمه مجموعه د نظر د تبادلې، غږملتیا او تاثیر لرونکی فعالیت لپاره ډېر لوړ ظرفیت لری.

معظم رهبر په دې باندې په تاکید سره چې د خبرګانو د جرګې لاره او اهداف پکار دی د انقلاب لاره او اهداف وی وفرمایل، د اسلام حاکمیت، ازادی، خپلواکی، اجتماعی عدل او انصاف، عمومی سوکالی، د فقر او جهالت بېخ وېستنه، په لویدیځ کښې د روانو اخلاقی، اقتصادی، اجتماعی او سیاسی بنیاد نړوونکو فسادونو د سېلاب په وړاندې مقاومت او د استکبار د محاذ د سلطې په وړاندې ټینګ اودرېدنه د ایران د ملت د اسلامی انقلاب ځینې ډېر مهم اهداف دی.

دوی سلطه ګری د استکبار ذات او طبیعت وبلۀ او څرګنده یې کړه چې د استکبار محاذ ‌ذاتاً په ملتونو باندې د سلطې د پراخولو په لټه کښې دے او هر هېواد او ملت چې مقاومت نه کوی د استکبار په لومو کښې راګېریږی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اسلام بې له شکه د ظلم او استکبار نابودوونکے دین وبلۀ او زیاته یې کړه، البته هغه اسلام کولې شی د نړۍ د زورورو او د سلطې د محاذ په وړاندې مقاومت وکړی چې د یو حکومتی نظام په شکل کښې یې ټینګتیا پېدا کړے وی او د فوځی، سیاسی،

اقتصادی، کلتوری او رسانه ای قدرت او قوت اوزار ولری.

ټیګونه

می 26, 2016 15:01 Asia/Kabul
کمنټونه