• ایران ته له ۳۰۰ کیلوګرامو د زیاتو یورانیمو د بډایولو اجازه ورکړی شوه

د برجام په ګډ کمیشن کښې د ایران د مرکچی ټیم مشر سید عباس عراقچی د وال سټریټ جنرال د خبر په دروغ بللو سره وویل: د برجام د ګډ کمیشن د غړو د موافقې له مخې، ایران به د لازیاتو یورانیمو د پخولو توان ولری.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې سید عباس عراقچی زیاته کړه: پرون د برجام ګډ کمیشن په ویانا کښې د خپلې غونډې په پاې کښې د ایران د اصفهان ولایت د نطنز د غنی سازۍ له تاسیساتو د رسوبونو د پاکونې لپاره د ایران له طرحې سره موافقه وکړه.

عراقچی ټینګار وکړ چې د برجام کمیشن دا مصوبه  به چې د ایران د ایټمی انرجۍ د ادارې د ماهرانو لخوا د څو میاشتو د ماهرانه خبرواترو نتیجه ده، له ژباړل کیدو وروسته د ایران د خارجه وزارت په ویب سایټ کښې ولیکله شی.

خبر زیاتوی چې وال سټریټ جنرال په یو خبر کښې ادعا کړې وه چې د ایران ایټمی نمایندګانو پرون د نطنز په سلاکوټ کښې د پاتې یورانیمو د بشپړې پاکونې لپاره د امریکې له طرحې سره موافقه کړې ده.

د ګډ اقدام د جامع پروګرام(برجام) له اجرائی کیدو وروسته دا دویم ځل دی چې د برجام ګډ کمیشن د ایران په غوښتنه د امریکې په لوظ ماتونو او د برجام له مفادو سره د دغه هیواد په سمون نه خوړونکو اقداماتو د غور لپاره غونډه جوړوی.

 

Jan 11, 2017 05:57 Asia/Kabul
کمنټونه