• د بهرنیو رسنیو له نظره د انقلاب د ارواښاد امام او معظم لارښود د پخوانی ملګری وفات

د کله راهیسې چې آیت الله هاشمی رفسنجانی له نړۍ سترګې پټې کړی زیاتره سیاسی ټولنو او خبری چینلونو پرې ډول ډول تبصرې،شننې او لیکنې خپرې کړی،چې پر دغه واقعیت اعتراف دی،چې آیت الله هاشمی رفسنجانی په اسلامی انقلاب او نظام کښې مهمه ځاییګه درلودلی او رحلت یې د اسلامی جمهوری نظام لپاره یوه ضایعه ده.

د بی.بی.سی. په شمول لویدیځو رسنیو هڅه وکړه چې په خپلو شننو کښې داسې القا کړی چې د هغه او دنظام د مسُو لانو تر مینځ د نظر اختلاف ؤ.په دې باب باید وویل شی چې اول خو د اساسی مسُلو په هکله داسې کوم اختلاف موجود نه ؤ بالفرض که په ځینو مسُلو کښې د نظر اختلاف ؤ هم نو نفی کولو ته اړتیا هم نه لری بلکې دا د اسلامی جمهوری نظام په جوړښت کښې یو مثبت عنصر او قوی چاره ده چې په تر ټولو لوړه کچه د نظام په مسُولانو کښې د لوړو وړتیاو ښودنه کوی.شک نشته چې ارواښاد هاشمی هم له دې اصله مستثنی نه ؤ بلکې د یوې اغیزمنې بیلګې په توګه یې هم په ګفتار او هم په عمل کښې وښودله چې د مسُلو په اړه د سلیقو،لیدتوګو او نظر اختلافاتو سره سره د اصولو پر سر یو نظر ګرځیدلای او وحدت ساتل کیدای شی او په هر ډول پریکړې او اقدام کښې قانون معیار ګرځول کیدای شی.لکه څنګه چې ارواښاد هاشمی حتی هغه مهال چې زوی یې په حقوقی موضوع کښې د محکمې له لوری بند ته واستول شو،د قانون تابع ؤ او له سرو کرښو تیر نه شو ځکه چې باوری ؤ تر څو چې د نظر اختلاف د تاؤتریخوالی لامل نه شی،د ټولنې د غوړیدا او ودې لامل کیږی.لکه چې وییلی یې:د نظر اختلاف د خلکو یو حق دی په درستو کچو شته هم،زمونږ د لومړی درجې عالمانو پخپلو کښې د نظر اختلاف درلوده،هغو اصحابو چې د رسول الله مبارک په رکاب کښې وو،هم د نظر اختلاف درلوده،د نظر اختلاف باید د تاوتریخوالی لامل نه شی،هو مونږ د نظر اختلاف یو حق ګڼو خو باید د اسلامی اخلاقو خیال وساتل شی،په یو بل تومت ونه لګوو،تورن یې نه کړو،یو بل بد نامه نه کړو.؛

باید وویل شی چې تل د نظر اختلاف شته ځکه چې له دې پرته یو نظام او ټولنه خپل خوځنده توب له لاسه ورکوی.مهمه مسُله دا ده چې څنګه او له کوم پلوه دې موضوع ته وکتل شی.دا هغه واقعیت دی چې آیت الله هاشمی رفسنجانی په ځلونو په تیره بیا د ۱۳۸۸ ل کال له فتنې وروسته یې دا خبره  روښانه کړه او په عین حال کښې یې د ولایت فقیه اصل ته پر ژمنې،له لارښوده  پر پیروی او د نظام او ولایتمداری پر ساتنې ټینګار وکړ نو ځکه هغه د نظام په ساتنه او کړچار کښې د انډول او حساسو پړاونو کښې برخلیک ټاکونکی او وحدت بخښونکی ؤ.د انقلاب مخلص ملګری ټینګار کوه چې په یووالی سره د دښمن د نفوذ لاره بندیدلای شی.لکه چې ویې ویل:که مونږ پخپلو کښې متحد نه وو،باید د دښمنانو د نفوذ په تمه واوسو هغوئ زمونږ تر مینځ له تشو ناوړه استفاده کوی د شمن شیطنتونه کوی، زهر پاشی او دغه د نظر اختلافات د خوځښتونو په اختلاف بدلوی.

آیت الله هاشمی رفسنجانی تل د انقلاب د موخو په پرمخ بیولو کښې خوځښت کاوه او د دې لپاره یې وحدت اړین باله.لکه ویې ویل:خدای تاسو د ښو خلکو ساتندوی واوسه چې مونږ ستاسو په ملاتړ تر دې ځایه دغه ګرانه لاره کچ کړای شوه او انشالله په یووالی او یو زړه توب سره به یې پر وړاندې بوځو او رسنۍ او زړه سواندی هم د دغه اتحاد او یووالی ساتونکی واوسی ځکه چې امریکا دا ارمان کوی چې مونږ له دغه اتحاد او یو زړه توب لاس پر سر شو او دغو خوځښتونو ته تاوان ورسوی.

څرګنده ده چې په دې مینځومیان کښې پردی رسنۍ لاس په کار شوی چې د نظام د مسُولانو تر مینځ د اختلاف نظر د القا کولو لپاره هیځ فرصت له لاسه ورنکړی.اوس هم په دې لړ کښې پوره تکل کوی چې له مسُولانو سره د هغه د نظر اختلاف په غټو ټکیو منعکس کړی خو له اسلامی نظام سره یې په وفاداری کښې هیڅ شک نشته.

لکه څنګه چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی د نظام او انقلاب د تل پاته شخصیت د له لاسه ورکولو په غم کښې وفرمایل:

د هغه ډیره هوښیارتیا او کم ساری خلوص د خپلو ټولو ملګرو په تیره بیا زما لپاره یو ډاډمن تکیه ځای شمیرل کیږی. په دومره کلونو کښې د نظر اختلاف هیڅکله د دوستی دغه پیوستون ختم نه کړای شو.

Jan 11, 2017 17:29 Asia/Kabul
کمنټونه