• په فارس خلیج سمندر کې هرډول قصدی اوغیرقصدی تیری به دسپاه  له وسپنیز ګوزار سره مخامخ شی .

تسنیم خبری آژانس راپورو رکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار حسین سلامی نن په بوشهر کې په فارس خلیج سمندر کې دامریکا ئی عسکور د نیونې دکلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې وویل و دغه اقدام په فارس خلیج سمندر کې داستکبار د بدماشۍ او باؤؤ دماتې لپاره وشو چې ډیر اهمیّت لری .

 د ۲۰۱۶کال   دجنورۍ  په لومړنیو کې   په فارس خلیج  سمندر او دفارسی ټاپو په شاوخوا کې  داسلامی ایران سمندری حدودو ته  دامریکا د د وو پوځی کشتیو   په غیر قانونی  ورتلو پسې     دغه کشتۍ  دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  دسمندری ځواک  دپوځی کشتیو  او ماکوګانو  له خبرداری وروسته  ودرول او په هغو کې سواره  نهه امریکائی پوځیان  چې یوه  ښځه هم پکې وه،  ونیولل  شول .

 داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک  دعمومی قوماندان جانشین  زیاته کړې، د  امریکائی عسکرو په نیولو کې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  د مامورانو  شجاعت  ،دخپلو ارزښتونو ،موخو او آئیډیاؤ  دساتنې لپاهر  دایران  دملت   دکلک هوډ ښودنه کوی  او همدغه کلک هوډ او شجاعت په فارس خلیج کې دامریکا چټی روعب اودبدبه  له خاورو سره خاورې کړی  ده .   

 

Jan 11, 2017 18:56 Asia/Kabul
کمنټونه