• په اروپا کښې استوګن ایرانیان هم د مۍ د نولسمې په ټاکنو کښې ګډون کوي

په صربیا، سویټزرلینډ، ایټالیا، جارجیا، یوکراین او بیلاروس هیوادونو کښې دیره ایرانیان د روانې مۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دولسم پړاو کښې د ګډون لپاره په همدغو هیوادونو کښې راې ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې په بلګراډ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پخپل ویب سایټ کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په صربیا استوګنو ټولو ایرانیانو ته بلنه ورکړه چې د ایران په راروانو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ګډون لباره په بلګراډ کښې د ایران په سفارت کښې د رایه اخیستنې مرکز ته ورشي.

د ایران ولسمشریز انتخابات د مۍ په نولسمه نیټه په روم کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت او په میلان ښار کښې د دې هیواد په کنسولګرۍ کښې هم ترسره کیږی.

په سویټزرلینډ کښې هم د ایران سفارت اعلان کړی دی چې راروانې ولسمشریزې ټاکنې به د جمعې په ورځ د دغه هیواد په برن، زیوریخ او جنیوا ښارونو کښې ترسره شي.

همداشان د بیلاروس په پلازمینه مینسک، د جارجیا په پلازمینه تفلیس او د یوکراین په پلازمینې کي یف کښې هم په دغو هیوادونو کښې د استوګنو ایرانیانو لپاره د راتلونکې جمعې ورځې د انتخاباتو د ترسره کیدو اټکل شوی دی.

څه باندې ۵۶ میلیونه، ۴ لکه او ۱۰ زره ایرانیان په راتلونکو انتخاباتو کښې د رایې ورکونې په شرایطو پوره دي.

 

می 17, 2017 07:56 Asia/Kabul
کمنټونه