• د اروپایی اتحادیې ،افغانستان ، جنوبی کوریا او عراق لوړ رتبه چارواکو له روحانی سره کتنه وکړه

میرمن موګرینی ،اشرف غنی ، فواد معصوم او چانګ سی کیون چی د ډاکټر حسن روحانی د لوړې په دستورو کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی ، له ښاغلی روحانی سره د کتنې په ترڅ کې سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې اترې کړی دی .

 

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې ، د افغانستان او عراق ولسمشرانو او جنوبی کوریا د پارلیمان مشر په جلا جلا توګه په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ښاغلی حسن روحانی سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

میرمن موګرینی ،اشرف غنی ، فواد معصوم او چانګ سی کیون چی د ډاکټر حسن روحانی د لوړې په دستورو کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی ، له ښاغلی روحانی سره د کتنې په ترڅ کې سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې اترې کړی دی .

د ایران د ولسمشرۍ د دولسم پړاو د لوړې دستورې نن مازیګر د ایران د لوړ رتبه مقاماتو په شمول د نړۍ له ۹۲ هیوادونو د لوړ رتبه چارواکو په ګډون د ایران په اسلامی شورا کې ترسره کیږی .

ښاغلی حسن روحانی د ۲۰۱۷ میلادی کال د می په ۱۹ په انتخاباتو کې په څه د پاسه ۲۳ میلیون رایو سره بریالې شو .

 

 

Aug 05, 2017 13:49 Asia/Kabul
کمنټونه