• دبشري حقوقو مدعیان د میانمار د لسګونو زره خلکو د وژل کیدا او کډوالیدا په اړه هیڅ غبرګون نه ښيي .
    دبشري حقوقو مدعیان د میانمار د لسګونو زره خلکو د وژل کیدا او کډوالیدا په اړه هیڅ غبرګون نه ښيي .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د میانمار له غمیزو د ډکو پیښو په وړاندې د بشری حقوقو د مدعیانو او د نړیوالو ټولنو په چپتیا او بې عملې نیوکې سره ټینګار وکړ

ددغه مسلې حل لاره دمسلمانو هیوادونو عملی اقدام او د میانمار په بې رحمه  حکومت اقتصادی او سیاسی دباو دی .

هغه نن سهار د  درس خارج فقه غونډې په پیل کښې د اسلامی هیوادونو دعملی اقدام پرضرورت ټینګار سره وویل البته د عملی اقدام مطلب لشکر کشۍ نه ده بلکې  مسلمان هیوادونه باید  د میانمار په حکومت سیاسی ، اقتصادی او تجارتی دباو زیات کړی او په نړیوالو ټولنو کښې د میانمار د حکومت لخوا د جنایتونو پرضد غږ پورته کړی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د میانمار د غمیزو په موضوع سره د اسلامی ملګرتیا موسسې د کانفرنس جوړیدل ضروری وبلل او  جوته یې کړه ننۍ نړۍ د ظلم نړۍ ده او دایران اسلامی جمهوریت باید دځان لپاره دغه ویاړ وساتی چې دنړۍ په هره سیمه کښې د ظلم پرضد که هغه په نیواکی سیمو کښې دصهیونیسټانو لخوا کیږی او په که یمن او  بحرین او که په میانمار   کښې کیږی خپله له زړورتیا ډک او ښکاره دریځ اعلان کړی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود د بودایانو او دمسلمانانو ترمینځ یوې(۱) مذهبی جګړې ته د میانمار د غمیزې کمول ناسم کار وباله او زیاته یې کړه البته ممکنه ده چې په دغه پیښه کښې مذهبی تعصب اغیز لرلی وی خو دغه پیښه یوه سیاسی پیښه ده ځکه چې اجرا کونکی یې دمیانمار حکومت دی او په میانمار کښې دحکومت په سر کښې هم داسې بې رحمه ښځه شته چې د صلحې نوبل جایزه یې ګټلی ده او په دغو پیښو سره په حقیقت کښې د نوبل جایزې مرګ رامینځته شو .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په میانمار کښې دجنایتونو په غندلو د ملګروملتونو د  سرمنشی په بسنې نیوکې سره ډاګینه کړه دبشری حقوقو مدعیان کله نه کله په یوه(۱) هیواد کښې د یوه مجرم د سزا په اړه شورماشور کوی  خو د میانمار د لسګونو زره خلکو د وژل کیدا او کډوالیدا په اړه هیڅ غبرګون نه ښیی .

 

Sep 12, 2017 11:55 Asia/Kabul
کمنټونه