• دایران دوالی بال ملی ټیم د امریکا دوالی بال ملی ټیم له سختې مقابلې وروسته په ګونډوکړ

دایران داسلامی جمهوریت د والی بال ملی ټیم دنړۍ داتلانو په سیالیو کې په دوهمه ورځ د امریکایانو پوزه هم په مځکه موښوله

زمونږ خبریال راپورراکړ  دایران د  والی بال ملی ټیم  نن د نړۍ د اتلانو دجام په سیالیو کې  په دوهمه ورځ هم  دامریکا  دوالی بال ملی ټیم ته چې   ا ولمپیک  لوبو د سرو زرو درې میډالونه ئې هم ګټلی ،  له سختې سیالۍ وروسته د دوو ګیمونو په مقابل کې په درو ګیمونو سره  ماته ورکړه او دامریکا غرور ئې له خاور سره خاورې کړ .

 دایران  والی بال ملی ټیم   له دې مخکې  دایټالیا  دوالی بال ملی ټیم  ته هم د  د وو په مقابل کې په درو ګیمونو سره ماته ورکړې وه او دغه راز دنړۍ دسیالیو د جدول په سر کې راغلی دی .  

 

Sep 13, 2017 15:18 Asia/Kabul
کمنټونه