•  پوتین له ایران سره د اړیکو پراختیا ته دلچسپۍ لری

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف وویل د روسیې ولسمشر پوتین له ایران سره اړیکو پراختیا سره دلچسپی لری او موجوده اړیکی نور هم پرمختګونه درلودلې شی .

د ایرنا له راپور سره سم ښاغلی ظریف په سوچی ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له کتنې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ له پوتین سره په کتنه کې تینګار وشو چی په برجام خبرې نشی کیدلې  او دا یوه هر اړخیزه نړیواله موافقه ده او درست لوری باید برجام ته ژمن ووسی .

دغه راپور زیاتوی چی د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د روسیې په سوچي ښار کښې د دغه هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو، د سوریې د کړکیچ، د ایټمي موافقې د حالت او د مینځني ختیځ د بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د روسیې له چارواکو سره د لیدوکتو او د سیمې د مهمو بدلونونو په هکله د سلامشورو لپاره د روسیې سوچي ښار ته تللی دی.

 

Sep 14, 2017 05:49 Asia/Kabul
کمنټونه