•  اسلامی هیوادونه دې دمیانمارد مسلمانانودوژلود درولولپاره عملی ګام پورته کړی

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، نن سه شنبه؛ د خارج فقه د درس په پیل کی، د میانمار له فاجعې څخه د ډکو پیښو په وړاندی، د نړیوالې ټولنې او د بشری حقوقو د ادعا کونکو په چوپتیا او بی عملۍ په نیوکی سره، ټینګار وکړ: د دغې قضیې حل لاره، د مسلمانو هیوادونو عملی اقدام، او د میانمار په بی رحم دولت د سیاسی او اقتصادی دباو اچول دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ د اسلامی دولتونو د لاس په کار کیدو، او عملی اقدام په ضرورت په ټینګار سره زیاته کړه: البته؛ له عملی اقدام څخه منظور، لښکرکشې نه ده؛ بلکه باید د میانمار په دولت، خپل سیاسی؛ اقتصادی او سوداګری دباؤ ور زیات کړی، او په نړیوالو ټولنو کی د دغه جنایت په خلاف، چیغه پورته کړی.

د میانمار مسئله؛ او هغه ظلم چی پر روهینګیایی مسلمانانو باندی کیږی، په سنجوله شوې توطئه کی ریښه لری، چی په هغې کی د نسل وژنې او د مسلمانانو په خلاف د تاریخی ظلم مثالونه او مصداقونه لیدل کیږی. د اسلام امت؛ دغه ستم یو ځلې د فلسطین، او د جنایتکارو او ترهه ګرو صهیونیسټانو په قضیه کی تجربه کړئ دئ. اوس؛ د اسلام نړۍ په میانمار کی د دغې ډرامی له تکراریدو سره مخامخه ده. پداسی حال کی؛ چی پدغه فاجعه او ناورین کی د صهیونیسټانو؛ امریکی او ښکیلاکګرو انګلیسانو رول، څرګند دئ. داسی یوه فاجعه؛ چی  باید په آسانۍ سره د هغې ترڅنګ تیر نه شو، او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له قوله؛ د یوې مذهبی نښتې په بڼه او اندازه ورته ونه ګورو.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د مسلمانانو او بودائیانو ترمنځ د یوې مذهبی نښتې تر حده پوری د میانمار فاجعې را ټیټول، غلط وبلل؛ او زیاته یی کړه: البته ممکنه ده پدغه پیښه کی مذهبی تعصب اغیز ولری، خو دغه قضیه؛ یوه سیاسی قضیه ده، ځکه چی د هغه اجرا کونکئ د میانمار دولت دئ، او د یاد دولت په سر کی هم، یوه بی رحمه ښځه شتون لری؛ چی د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده، او پدی پیښو سره؛ په حقیقت کی د نوبل د سولې جایزې مړینې بڼه ونیوله.

له بده مرغه؛ د روهینګیایی مسلمانانو د ټولنې د ژوندانه شرایط، له هغه وخت راهیسی چی«آنګ سان سوچی» قدرت ته رسیدلې ده، ښه شوی نه دی؛ بلکه حتی لا بد او خراب شوی هم دی. دا داسی یو واقعیت دئ؛ چی زیاتره د سیاسی مسایلو څیړاندی او مفسرین، سترګی تری پټوی، یا یی له یاده باسی. هغه څه چی په میانمار کی تیریږی؛ د یو میلیون تنو روهینګیایی مسلمانانو برخلیک نه دئ؛ بلکه دغه پیښې د ټروریزم او افراط پالنې د تور په لګولو سره، د اسلام او اسلامی ټولنې په خلاف د توطئې د لړۍ یوه کړۍ ده.

هغه خشونت؛ آزار او زوریدل چی روهینګیایی مسلمانان یی زغمی، څرنګه د بیانولو وړ دی؟ د اګسټ له ۲۵ نیټې راهیسی، د روهینګیایی مسلمانانو په خلاف؛ د ځپونکو او تیری ګرو حملو په نوې څپه کی، له شپږ زرو څخه زیات روهینګیایی مسلمانان وژل شوی، او نور اته زره کسان ټپیان شوی دی. د دغې فاجعې زیاتوالئ او ژوره؛ د ملګرو ملتو، او د بشری حقوقو د شورا په شان د نړیوالو ارګانونو مسؤولیت، له پخوا څخه په زیاته اندازه درونوی، پداسی حال کی چی دغه ارګانونه د یادې فاجعې د بندولو لپاره؛ کوم اغیزمن اقدام نه ترسره کوی. په همدی ټکی باندی په ټینګار سره ده؛ چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، په میانمار کی د جنایتونو په غندلو باندی، د ملګرو ملتو د سر منشی، په بسنې په نیوکی سره څرګنده کړه:« د بشری حقوقو ادعا کونکی چی ځینی وختونه، په یو هیواد کی د یو مجرم د سزا کیدو لپاره، جنجال او نارې سورې کوی، د میانمار د لس هاؤو زرو  خلګو د وژلې او کډوالیدو په وړاندی، هیڅ عکس العمل نه ښیې».

له دې رویه ده؛ چی د دغه تاریخی مسؤولیت بار، نن سبا له ټولو څخه په زیاته اندازه، د اسلامی هیوادونو په اوږو دئ، او د اسلام نړۍ باید؛ د میانمار په باره کی روښانه او پیاوړی پیغام ورکړی.

Sep 14, 2017 08:04 Asia/Kabul
کمنټونه