• د «خرمشهر» لرې ویشتونکی بالېسټېک توغندی کامیابه آزمائنه

تر دوه زره کیلومیټره فاصلې ویشتونکې خرمشهر نومې ایرانې بالېسټېک توغندې په کامیابۍ سره وزمائلې شو.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د خرمشهر نومې لرې واټن ویشتونکی توغنده ای سېسټم مخ کتنه پرون په تهران کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د پرېډد مراسمو په دوران کښې وشوه.

د پاسدارانو د هوا فضا ځواکونو قوماندان جنرل امیر علی حاجی زاده پرون د ایران د وسله والو ځواکونو د پرېډ د مراسمو ترڅنګه د خبریالانو په ټول کښې وویل: خرمشهر توغندې تر دوو زرو  کیلومیټرو واټن ویشتو سره د څو جنګی خویلو د وړلو قابلیت لری.

د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هوا- فضاء ځواکونو قوماندان وویل: د خرمشهر نومې بالېسټېک توغندی خصوصیت دا دے چې د یوې خوېلې په ځاے د څوهدفونو ویشتو لپاره د څو خویلو وړلو قابلیت لری.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی هم پرون د پرېډ په مراسمو کښې تاکید وکړ: ایران غواړی د خپل بالېسټک توغندی توانمنۍ پیاوړې کړی بې له دې چې ضرورت ولری چې له بهرنیو قوتونو اجازه واخلی.

 

Sep 23, 2017 15:44 Asia/Kabul
کمنټونه